د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1603/b899/caf2/615a9f0083fbc.jpg?time=1718567726)
د حریت ورځپاڼې " اردوغان : د ترکیې راتلوونکی اوس لا زیات ډاډمند دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ، یو زیات شمیر هیوادونه چې پرمختللي تعبیر کیږي د نوي ډول کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ پر مهال په امتحان کې ناکامه شول. خو د الله په مرسته او مدد ترکیې بیا د تولیداتو او صادراتو په برخه کې تاریخي ریکارډ جوړ کړ. هغه وویل چې ترکیه نن ورځ تعینوونکو هیوادونو په کتار کې ځای لري. د ترکیې راتلوونکې لا زیات خوندي او ډاډمند دی. د ترکیې راتلوونکی لا زیات روښانه او د امیدونو ډک دی.
د سټار ورځپاڼې " ترکیه په ختیځې مدیترانه تر ټولو پياوړی هیواد دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د شمالي قبرس ترکي جمهوریت ولسمشر ایرسین تاتار وویل چې نن ورځ په ختیځې مدیترانه کې تر ټولو پياوړی او د ستر پوتانشیل خاوند هیواد ترکیه دی. نن ورځ سیمه کې د ترکیې پرته د سولې د دوام په خاطر هر ډول تعاملات او پروژې په ناکامۍ محکومې دي. د همدې امله په سیمه کې د ترکیې شتون لازمي دي. ترکیه به د تل لپاره په مدیترانه کې شتون ولري.
د وطن ورځپاڼې " یو زیات شمیر هیوادونو د ترکیې نه د په وسلو سمبال ډرون الوتکو غوښتنه کړې " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دفاعي صنایع رئیس اسماعیل دیمیر وویل ترکیې چې په یو زیات شمیر دوست او متحدو هیوادونو په وسلو سمبال ډرون الوتکې پلورلي د ټولو توجه يي جلب کړې ده . نن ورځ د نړۍ یو زیات شمیر هیوادونه ددې ډرون الوتکو غوښتنه کوي. په ځانګړې توګه د ترکیې په وسلو سمبال ډرون الوتکې چې پدې وروستیو کې په نړۍواله کچه پدې برخه کې یو ستر انقلاب رامنځته کړی دی د ټولو پاملرنه ترکیې ته رااړولې ده . هغه وویل چې ترکیه نن ورځ د نړۍ ۱۷۰ هیوادونو ته دفاعي صنایع توکي صادروي. نورمال بې پیلوټه الوتکې، په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکې، مځکني نقلیه وسایط او کښتیو په ګډون ۲۲۸ قلمونه صادرات لري.
د خبرترک ورځپاڼې " په ۲۰۲۱ کال کې ترکیې ته ۳۰ میلیونه تنه ګرځندویان راغلي وو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په ۲۰۲۱ کال کې ترکیې ته د راغلو سیلانیانو شمیره د ۲۰۲۰ کال په پرتله د ۸۸ عشاریه ۸ سلنې په لوړیدو سره د ۳۰ میلیونو تنو نه اوښي وو. د ترکیې د احصایې ادارې د شمیرو له مخې په ۲۰۲۱ کال کې د ګرځندوی د سکتور نه د ترکیې عواید د ۱۰۳ عشاریه ۲ سلنې په لوړیدو سره ۲۴ میلیارده ۴۸۲ میلیونه او ۳۳۲ امریکايي ډالرو ته لوړ شوي دي.
د صباح ورځپاڼې " ترکیه به د نړۍ د تولیداتو په مرکز بدله شي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ولسمشرۍ ماڼۍ او صنایع وزارت لخوا د نوي اقتصادي پروګرام په چوکاټ کې د تولیداتو د څانګې د لا پياوړي کولو سره ترکیه به د نړۍ د تولیداتو په مرکز بدله کړي.
د قانون د نوې مسودې سره چې ملي شورا ته وړاندې شوې ده په پام کې ده چې په ترکیه کې ۲۲ صنعتي پارکونو ته ستر تشویقونه ورکړل شي. د پانګه والۍ په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.