د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې " اردوغان : ترکیه د روغتیايي بڼسټونو په برخه کې د نړۍ د پرمختللو هیوادونو نه مخکې ده " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه د روغتیايي زیربناګانو ، عصري او مدرن ښاري روغتونونو، مسلکي او متخصص کدرونو او پرسونل، امبولانس خدماتو ، واکسین او درملو په برخه کې د نړۍ د پرمختللو هیوادونو نه هم مخکی دی. هغه وویل چې ترکیه د انرژۍ په برخه کې د ځان بسیانې په اړه ورځ مهم ګامونه اوچتوي. په ځانګړې توګه په ترکیه کې د نوې کیدونکې انرژۍ ظرفیت او توان د هرې ورځې په تیریدو سره قوي کیږي . ترکیه نن ورځ د صنایع، تولیدات او صادراتو په برخه کې د نړۍ تر ټولو پرمختللی او د نړۍ لپاره په یو بدیل هیواد بدل شوی دی.
د سټار ورځپاڼې " ترکیه د روسیې او اوکراین لپاره یو ډاډمند شریک " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اذربایجان یو تن مشهور سیاسي کارپوه توران رضایوف د ولسمشر اردوغان لخوا روسیې او اوکراین ته د منګړتوب د وړاندیز په اړه وویل " ترکیه د روسیې او اوکراین د دواړو هیوادونو لپاره تر ټولو ډاډمند شریک منځګړی هیواد دی. ځکه چې انقره هم د مسکو او هم د کیف سره ډیرې ښې او نږدې اړیکې لري. د همدې امله ددې هیوادونو ترمنځه د روانې ستونزې د حل په خاطر د ترکیې منځګړتوب ډیر مهم اهمیت لري. "
د ینې شفق ورځپاڼې "په ترکیه کې د آندوویروس په میتود جوړ شوی واکسین هم په لاره کې دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې داځل د آندوویروس په میتود د کرونا ویروس ضد واکسین جوړ کړ. دا واکسین به د کرونا ویروس د ټولو بڼو پر خلاف ډیر اغیزمن وي. دا واکسین د انقرې د سرطاني تحقیقاتو د انیستیتیوت لخوا جوړ شوی دی. د یاد شوي انیستیتیوت رئیس پروفیسور ډاکټر حاکان اق بولوت وویل چې " زمونږ دا واکسین په هیواد کې دم ګړۍ د استقاده کیدونکو د ام آر ان ای او این اکتیف واکسینونو سره ډیر زیات توپیر لري. دا یو ژوندی واکسین دی . د انسان په وجود کې لا پياوړی معافیت رامنځته کوي."
د حریت ورځپاڼې " د اناټولیا نه قاچاق شوي تاریخي اثار بیرته راستنیږي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، په امریکا کې په ۲۰۱۰ کال کې ضبظ شوي د روم د دورې اړوند ۲۱ تاریخي اثار د حقوقي او قانوني مراحلو د پلي کولو نه وروسته تیره اونۍ ترکیې ته وسپارل.
د نیویارک د ښار د منهاټن څارنوالۍ ۱۴ تاریخي اثار په نیویارک کې د ترکیې قونسلګرۍ ته وسپارل.
دا تاریخي اثار به د استانبول د ارکیولوژۍ په موزیم کې نندارې ته وړاندې شي.