د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1769161
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

 

د خبرترک ورځپاڼې " ولسمشر اردوغان : که چیرې پوتین او زیلانسکي وغواړي دواړه به ترکیې ته راوبولو او د یو میز تر شا به يي کینوو " د سرلیک لاندې لیکلي دي، ولسمشر اردوغان تیره شپه د یو خصوصي  تلویزیوني کانال سره په مرکه کې  د هیواد، سیمې او نړۍ د تازه او مهمو پیښو په اړه پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر اردوغان د روسیې او اوکراین روان کړکیچ  په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې " لکه څرنګه چې مونږ مخکې هم ویلي وو که چیرې د اوکراین او روسیې ولسمشران ښاغلی پوتین او زیلانسکي  وغواړي د ترکیې په توګه  مونږ دواړه مشران د یو میز تر شا کینول غواړو. غواړو چې ددوې ترمنځه  یو ځل بیا د سولې د ټینګښت لار پرانیزو.

 

د ینې شفق ورځپاڼې " التون : ۵۰۰ زره تنه سوري کډوال بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون تیره ورځ د مډیا او کډوال تر نامه لاندې جوړ شوي ورکشاپ کې مهمې څرګندونې وکړې. هغه وویل چې ترکیه یواځنی هیواد دی چې پدې لویه پیمانه د کډوالو دروند بار يي په اوږو کړی دی. ترکیې د سیمې د سولې، ثبات، امنیت  او استقرار سره ډیره زیاته مرسته کړې ده او مرستې ته دوام ورکوي. هغه د کډوالو په اړه ځینو نیوکو او ادعاګانو په ځواب کې وویل چې زمونږ یواځنی هدف او موخه په ترکیه کې میشت سوري کډوال په ډیر افتخار، سرلوړۍ او خوښۍ سره بیرته خپل هیواد او کور او کلو ته ستنول دي. د همدې هدف په رڼا کې تر اوسه پورې څه باندې ۵۰۰ زره تنه سوري کډوال بیرته خپلو هیواد او کور او کلو ته ستانه شوي دي.

 

د صباح ورځپاڼې " د ترک ډاکټرې لخوا د افتخار نه ډک تحقیقات " سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا د جکسن لابراتوار په انیستیتیوت کې د سر محققې په توګه کار کوونکې ترک ډاکټره دریا اونوتمز ویلي دي چې د کرونا ویروس د ټولو نوو بڼو پر خلاف اغیزې تداوۍ د موندولو په اړه يي تحقیقات روان کړي دي چې په لویه پیمانه يي ترینه مثبت نتایج ترلاسه کړي دي. هغې ویلي دي چې دې تحقیقاتو ته ډیره امیدواره ده.

 

د حریت ورځپاڼې " د برښنايي موټرو سترو تولیدونکو شرکتونو پاملرنه ترکیې ته راوښتې " د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د برښنايي موټرو د چارچ د ستیشنونو د ډیریدو سره د برښنايي موټرو د تولیدونکو شرکتونو توجه ترکیې ته راوښتې ده. د ویلو ده چې په ۲۰۲۱ کال کې په ترکیه کې د برښنايي موټرو بازار ۲۳۷ سلنه وده کړې ده . ددې پرمختګ نه وروسته د تسلا ، ام جي  او جاګورا په څیر د برښنايي موټرو سترو شرکتونو او برانډونو ترکیې بازار ته د داخلیدو په خاطر په فعالیتونو پيل کړی دی.

 

د سټار ورځپاڼې " د ترکیې د کوچنۍ سپوږمه کۍ ګریزو ۲۶۳ ای د کیسې په اړه فلم جوړیږي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د زونګولداګ ولایت د بولنت ایجویت پوهنتون فضايي ډلې لخوا د جوړې شوې ګریزو ۲۶۳ ای کوچنۍ سپوږمه کۍ چې د جنوري په ۱۳ مه نيټه فضا ته وتوغول شوه د کیسې نه لنډ فلم جوړ شو. پدې فلم کې ددې سپوږمه کۍ د جوړولو د فکر، طرحې ، ډیزاین او هدف ته د رسیدو ټوله کیسه بیان شوې ده .



اړوند خبرونه