د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1603/b899/caf2/615a9f0083fbc.jpg?time=1719025797)
د حریت ورځپاڼې " په ترکیه کې د لومړنۍ په وسلو سمبالې ډرون کښتۍ د انداخت سیستم په بریالیتوب سره وازمایل شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړنۍ په وسلو سمبال ډرون کښټۍ ( اولاق ) د وسلې نوې سیستم په ډیر بریالیتوب سره وازمایل شو. د ویلو ده چې د دې کښتۍ د وسلو نوی سیستم چې د لرې سیمې نه اداره کیږي په بریالیتوب سره وازمایل شو. همداشان دا کښتۍ به د ترکیې د سمندري هډو او بندرونو د امنیت ساتلو په برخه کې دنده اجرا کړي.
د صباح ورځپاڼې " د انرژۍ وزیر د تورې بحیرې د ګازو لپاره نیټه اعلان کړه : د نوو کشفونو زیری نږدې دی " د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې د فبروري په میاشت کې د ساکاریا د ګازو په ساحه کې د نوو کشفونو په خاطر په برمه کارۍ پیل کیږي. هغه وویل چې ډیر زیات امید وار یو. دا تثبت شوی زیرمه د تیرې زیرمې سره ډیره زیاته ورته ده. انشاالله چې پدې زیرمه کې به هم ګاز وموندل شي.
د سټار ورځپاڼې " د دوست هیواد سره د ورورولۍ تړون لاسلیک شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د بوسیناهرزګوینا سره د ځنګلونو په برخه کې د همکاریو د لا ودې په موخه په انتالیا کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ورورولۍ تړون لاسلیک شو.
د خبرترک ورځپاڼې " فاتح اردا ایپچي اوغلو تاریخي بری " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې سکي په برخه کې د هیواد نامتو ملي لوبغاړي فاتح اردا ایپکچي اوغلو د نړۍوال جام په ۱۳ مو سیالیو کې نهم ځل لپاره پایلوبې ته د لار په موندولو سره تاریخي لاسته بری ترلاسه کړ.
د وطن ورځپاڼې " د ټکنالوژۍ وزیر څرګندونې " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صنایع او ټکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک تیره ورځ وویل چې ، د اقتصاد او ټکنالوژۍ په برخه کې په ځان بسیا د یو هیواد د جوړولو لپاره کار کوو او انشاالله چې دې هدف ته به نایل شو.