د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې " د نړۍوالې ټولنې نه د بوسنیاهرزګوینا په اړه د ترکیې غوښتنه " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د بوسنیا هرزګوینا د ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا نه ملاتړ د بالکان سیمو د سولې او استقرار له پلوه ځانګړی اهمیت لري.
ولسمشر اردوغان د بوسنیا هرزګوینا مځکنۍ بشپړتیا ته د ضرر رسولو هر ډول تحرکاتو او ګامونو د اوچتولو نه د ډډې کولو غوښتنه وکړه. هغه په نړۍوالې ټولنې د بوسنیا بحران د حل په خاطر په ګډه د حرکت کولو غوښتنه وکړه.
د خبرترک ورځپاڼې " ولسمشر اردوغان : ددې وخت رارسیدلی دی چې جګړه نور د سیاسي تاریخ نه وباسو " د سرلیک لاندې لیکلي دي،
ولسمشر اردوغان د روسیې او اوکراین ترمنځه روان کړکیچ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې " د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل او ددې هیواد د اشغالولو احتمال د حقیقت نه لرې ګورم. اوکراین کومه کوم عادي او ضعفیه هیواد ندی. یو ډیر پیاوړی هیواد دی.
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې " ځکه چې دا سیمې نور جنګ جګړه منلی نشي. دا سمه خبره هم نده. ددې وخت رارسیدلی دی چې د جګړې نوم د سیاست د تاریخ نه پاک کړو.
د سټار ورځپاڼې " که چیرې تیل د سولې ذریعه وي مونږ به ترینه استفاده وکړو " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ختیځه مدیترانه کې د اسرائیل سره د همکارۍ د احتمال په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې کیدای شي چې د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرتزوګ ترکیې ته راشي . زمونږ سیاستوالو هدف سوله دی. که چیرې تیل د سولې ذریعه وي ددې نه به هم استفاده وکړو. که چیرې دا کار د متقابلو ګټو په اساس وشي مونږ هر ډول همکارۍ ته چمتو یو.
د حریت ورځپاڼې " د ترکیې اقتصادي وده به د لس سلنې نه لوړه وي " د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای په مشرۍ جوړې شوې د اقتصادي هماهنګۍ شورا غونډې نه وروسته هغه په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د ۲۰۲۱ کال د وروستۍ ربع اقتصادي ودې اعلان شوو ارقامو دا خبره په ډاګه کړې ده چې د ترکیې اقتصادي وده به دوام وکړي. دې ارقامو ته په کتو سره داسې ښکاري چې په ۲۰۲۱ کال کې د ترکیې اقتصادي ودې کچه د لس سلنې نه لوړه وي.
د ینې شفق ورځپاڼې " د ترکیې د لوبو سکتور د هرې ورځې په تیریدو سره لا پرمختګ کوي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ستدیو او موبایل لوبو په جوړولو کې په نړۍ کې په ډیر مهم ځای کې قرار لري. همداشان د ترکیې د ډیریم ګیم موبایل لوبو شرکت چې ۲۵۵ میلیونه ډالره سرمایه ګذاري جلب کړې ده ارزښت يي په بازار کې د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو دی. ددې شرکت ارزښت په نړۍوالو بازار کې ۲ عشاریه ۷۵ میلیاردو ډالرو ته لوړ شوی دی.