د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/2ff5/f4d3/5437/5f102ee1171f8.jpg?time=1718586151)
د صباح ورځپاڼې " پوتین اردوغان ته د نوي کال مبارکي ورکړه " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د ټیلیفوني په کرښه د نوي کال مبارکي وویله. کرملین ماڼۍ د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر پوتین ولسمشر اردوغان ته د نوي کال د مبارکۍ د ویلو سربیره ویلي دي چې د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ سره سره د ترکیې او روسیې ترمنځه د اقتصاد، انرژۍ او پوځي تخنیک په برخو کې د اړیکو د لا ودې او پياوړي کولو په برخه کې ډیر مهم ګامونه اوچت شوي دي. هغه د همکارۍ د لا ودې هیله کړې ده .
د ینې شفق ورځپاڼې " د ولسمشر ویاند قالن : انقرې واشنګټن ته لیک استولی " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن وویل چې انقرې واشنګټن ته د هغه مسئلو د میکانیزم په اړه چې د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو لخوا پرې موافقه شوې وه یو لیک استولی دی.
د سټار ورځپاڼې " د عمان د سوداګرۍ د خونو او صنایع رئیس : د ترکیې تجربو ته اړیتا لرو " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې او عمان ترمنځه پدې وروستیو کې سوداګریزو اړیکو د پام وړ وده او پرمختګ کړی دی.
د عمان د سوداګرۍ د خونو او صنایع رئیس ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې عمان صنایع د ترکیې تجربو ته اړتیا لري. مونږ د ترکیې تجاربو ته ډیره اړتیا لرو.
د حریت ورځپاڼې " ترکش ایرلاینز په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ ۳۲۸ نقطو ته الوتنې کړي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاینز په ۲۰۲۱ کال کې ۴۰ عشاریه ۵ میلیونه تنه مساپرو ته خدمات وړاندې کړي دي. همداشان پدې کال کې د خپلو الوتکو شمیره ۳۷۳ ته لوړه کړې ده .
ترکش ایرلاینز د نړۍ ۱۲۸ هیوادونو ۳۲۸ نقطو ته د الوتنو سره د نړۍ تر ټولو ډیرو نقطو ته د سفر کوونکي شرکت عنوان ترلاسه کړ.
د خبرترک ورځپاڼې " استانبول په تیرو ۱۱ میاشتو کې د ۷ میلیونه ۹۸۰ زره او ۳۱۱ تنو بهرنیو ګرځندویانو کوربه توب کړی " د سرلیک لاندې لیکلي دي، استانبول په تیرو ۱۱ میاشتو کې ۷ میلیونه ۹۸۰ زره او ۳۱۱ تنو او یواځې د نوامبر په میاشت کې د ۹۹۷ زره او ۶۲۰ تنو بهرنیو ګرځندویانو کوربه توب کړی دی.