د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1753062
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د وطن ورځپاڼې " د ولسمشر اردوغان لخوا د بانکي سود په اړه مهمې څرګندونې " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې د عدالت او پراختیا ګوند ولایتي شورا غونډې ته وینا وکړه. ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې په هیواد کې لوړ بانکي سود ته په اشارې سره وویل چې ، لوړ بانکي سود شتمن لا پسې شتمن کوي او فقیر لا پسې فقیروي . لکه څرنګه چې مونږ مخکې هم ویلي دي چې بانکي سود د ټولو ناخوالو سبب او اقتصادي تورم يي بیا نتیجه ده. انشاالله چې مونږ به خپل ملت ددې بلا نه وژغورو. خپل اصلي هدف ته به ورسیږو.

د سټار ورځپاڼې " ملي دفاعي صنایع په برخه کې یو بل ستر بریالیتوب "  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې دفاعي صنایع رئیس اسماعیل دیمیر وویل چې د هیواد دفاعي صنایع یو بل ډیر مهم بری ترلاسه کړ. ملي هوايي دفاعي توغندي هیسار وروستی او د لوړې ارتفاع  امتحان هم په ډیر بریالیتوب سره سرته ورسو.

په لوړه ارتفاع کې خپل هدف په ډیر بریالیتوب سره له منځه یوړ.

د ینې شفق ورځپاڼې " د لوژستیک په برخه کې د ترکیې ستوری مخ په ځلیدو دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه چې د ټرانسپورت په برخه کې په یوې مرکزي نقطه کې قرار لري د پراخې وبا ناروغۍ سره سره اهمیت د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو دی.

په تیرو ۱۱ میاشتو کې د هوا له لارې د انتقال شوي  بار مقدار د ۳ میلیونو ټنو نه اوښتی دی.

همداشان د سمندر له لارې ټرانسپورتي او باربري خدماتو ډیره زیاته وده کړې ده.

 

د خبرترک ورځپاڼې " انتالیا ولایت د ۹ میلیونو ګرځندویانو هدف نه خپه واړوله " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ګرځندوی د مهمو مرکزونو نه د انتالیا ولایت په ۲۰۲۱ کال کې د ګرځندوی په برخه کې د ۹ میلیونو ګرځندویانو د کوربه توب هدف ټاکلی وو. د انتالیا ولایت خپل ټاکلي هدف نه هم خپه واړوله. انتالیا ولایت ته د راغلو سیلانیانو شمیره  ۹ میلیونه او ۲۰۱۷ تنو ته رسیدلې ده .

 

د صباح ورځپاڼې " ۲۲۰۰ کاله مخکې د ترکانو لخوا جوړ شوی دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي، ۲۲۰۰ کال مخکې  ترکانو لخوا جوړ شوي د اوبو کانالونه اوس هم خپل شتوالي ته دوام ورکوي  او انجینیرۍ د ډیر شاندارو اثارو په توګه ترینه یادونه کیږي.

د کاریز کانال په منځني ختيځ کې ددې پروژو تر ټولو مهم اثر دی. دا کانال د تورفان په سیمه کې شتون لري. دا پروژه د مدنیت د تاریخ تر ټولو مهمه پروژه ده.

 

 

 

 

 



اړوند خبرونه