د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1751043
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د حریت ورځپاڼې " ولسمشر اردوغان : د ۲۰۵۳ کال لپاره زمونږ د لیدلوري‌ اصلي‌ موضوع به تعلیم او کولتور وي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  تیره ورځ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړو شوو د ولسمشرۍ د کولتور او هنر د سترو جایزو په مراسمو کې ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې وویل چې د ۲۰۵۳ کال لپاره زمونږ د لیدلوري‌ اصلي‌ موضوع به د تعلیم او کولتور په اړه وي.

 

د خبرترک ورځپاڼې " د ترکېې د ملي‌ شورا رئیس شمالي‌ مقدونیا ته د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان په اړه خبرداری ورکړ " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ملي‌ شورا رئیس مصطفی شنتوپ شمالي‌ مقدونیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د نوموړي‌ هیواد پارلمان ته وینا وکړه. هغه دلته په خپله وینا کې د فتو ترهګریز سازمان په اړه خبرداری ورکړ. هغه وویل چې فتو ترهګری سازمان یواځې ترکیې نه بلکې په هر هیواد کې چې فعالیت لري‌ هغه هیواد ته هم ستر ګواښ او تهدید دی. د هغه هیواد ملي‌ امنیت هم د ګواښ سره مخامخوي. ددې په هیله چې زمونږ دوست هیواد شمالي‌ مقدونیا دې تهدید ته ډیره زیاته پاملرنه وکړي.

 

د وطن ورځپاڼې " ترکیې دفاع وزیر د بوسنیاهرزګوینا د لوی درستیز سره لیدنه وکړه " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي‌ اکار د بوسنیا هرزګوینا لوی درستیز سره په پلازمینه انقره کې لیدنه وکړه.

پدې لیدنه کې د ترکیې او بوسنیا ترمنځه د پوځي‌ روزنې او همکاریو د کچې د لا لوړولو په موخه په مسئلو خبرې وکړې. همداشان په لیدنه کې د همکاریو د کچې د لوړولو په خاطر د لا ګړندیو ګامونو د اوچتولو غوښتنه وشوه.

 

د سټار ورځپاڼې " نایجیر لومړی وزیر : د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ترکیې تجاربو او مرستې ته جدي‌ اړیکو لرو " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د نایجیر لومړي‌ وزیر وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې د ترکیې تجاربو او تجهیزاتو ته جدي‌ اړتیا لرو. هغه وویل چې ترکیه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، پوځي‌ تجهیزاتو او هوايي او ډرون ټکنالوژۍ کې د نایجیر نه ډیر زیات پرمختللی دی. هغه وویل چې پوره باور لري‌ چې ترکیه به پدې برخه کې د نایجیر سره ډیره زیاته مرسته وکړي.

 

د صباح ورځپاڼې " د ترکیې ځايي‌ او ملي‌ موټر په امریکا کې هم نندارې ته وړاندې کیږي " سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ځايي او ملي‌ موټر ( ټوګ ) د لومړي‌ ځل لپاره په یو نړۍوال نندارتون کې د ګډون په خاطر امریکا ته ځي. دا موټر به د امریکا د لاس ویګاس په خاطر د جنوري په ۵ مه نیټه د ۳ ورځو لپاره په جوړیدونکي‌ د نړۍ تر ټولو په ستر نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي.



اړوند خبرونه