د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1603/b899/caf2/615a9f0083fbc.jpg?time=1719097548)
د خبرترک ورځپاڼې " ولسمشر اردوغان د ایلون ماسک د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د تسلا او سپیس ایکس د شرکتونو بڼسټ ایښودونکي ایلون ماسک سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. پدې لیدنه کې د برښنايي پرته د چلووني د موټرو، دجیټل اقتصاد، اوږ واټنه پانګه اچونو او موجودې همکارۍ د لا پراختیا په خاطر په اوچتیدونکو ګامونو خبرې وشوې.
د سټار ورځپاڼې " ترکیه په افریقا کې خپل طاقت ډیروي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د فرانسې مشهورې میاشتنۍ اقتصادي مجلې کاپیټال د ترکیې د ډرون الوتکو په اړه یوه لیکنه خپره کړې ده . یادې شوې مجلې پدې لیکنه کې ویلي دي چې ترکیې د خپلو په وسلو سمبال او بې وسلو ډرون الوتکو سره په ځانګړې توګه په افریقا کې د ټولو پام ځانته رااړولی دی. یو زیات شمیر افریقايي هیوادونو د ترکیې نه ددې الوتکو د ترلاسه کولو په خاطر وړاندیزونه کړي دي. په لیکنه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په افریقا کې خپل نفوذ ښه پسې ډیر کړی دی. ډیری افریقايي هیوادونو د ترکیې په وسلو سمبال ډرون الوتکو ته ترجیح ورکوي.
د ینې شفق ورځپاڼې " اذربایجان او ارمنستان د اوسپنیزو پټلیو په اړه سره په تفاهم ورسیدل " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اذربایجان ولسمشر الهام عليوف د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره په لیدنه کې د دواړه هیوادونه د ریل پټلیو سره د نخلولو په اړه سره په تفاهم ورسیدل. دا د ریل پټلۍ به د اذربایجان نه پيل او ارمنستان نه به تیریدو سره به نهچیوان خپلواکه جمهوریت ته وغځیږي. ددې ریل پټلۍ سره به د روسیې او اذربایجان او ترکیې او ارمنستان ترمنځه سوداګرۍ کچه لوړه شي.
د وطن ورځپاڼې " ترکي شرکت په باکو کې ستره پانګه اچونه وکړه " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې د دیمیراورن شرکت په اذربایجان کې د درملو جوړولو فابریکه جوړوي. ویل کیږي دا ستراتیژیکه سرمایه ګذارۍ سره به نږدې ۵۰۰ تنو ته د کار موندنې په برخه کې مرسته وکړي. د روغتیا په برخه به د درملو په بازار کې به ډیر مهم ځای ونیسي. همداشان ددې ځای نه به نورو هیوادونو ته هم درمل صادر شي.
د حریت ورځپاڼې " د ترکیې د صادراتو نوی هدف : تر ۲۰۲۵ کاله ۳۰۰ میلیارده ډالره" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صادراتو د مجلس رئیس اسماعیل ګولي وویل چې د ۲۰۲۶ کال لپاره مونږ د صادراتو هدف یو کال مخکې کړ . هغه وویل چې زمونږ هدف تر ۲۰۲۵ کاله صادارتو ۳۰۰ میلیاردو ډالرو ته رسول دي. هغه وویل چې د نوي ډول کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ سره په نړۍواله کچه د تدارکاتو په برخه کې یوه نوې دوره پیل شوې ده . ترکیې صادراتو سکتور بیا په نړۍواله کچه تدارکاتو بحران په یو ښه فرصت اړولی دی.