د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1746753
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د حریت ورځپاڼې " د روغتیا وزیر : هیوادوال د اندیښنې پر ځای باید تدابیرو مراعات کړي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا تیره ورځ د خپل ټویټر پاڼې له لارې  د کرونا ویروس د نوې بڼې اومیکرون په اړه معلومات ورکړل. هغه وویل چې هیوادوال باید د اومیکرون په اړه اندیښنه ونکړي‌ ددې پر ځای باید تدابیرو په ښه توګه مراعات کړي. هر هغه څوک چې تر اوسه پورې واکسین کړی نوي‌ هر څه ژر دې واکسین وکړي‌‌ او که چیرې چا یو ډوز کړی وي‌ هر څه ژر دې دویم ډوز او د هغه چا چې د دریم ډوز وار رارسیدلی وي‌ هغه دې دریم ډوز واکسین وکړي.

 

د وطن ورځپاڼې " د ټرانسپورت وزیر زیری ورکړ " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د ترکیې د ټرانسپورت او زیربناګانو وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو تیره ورځ د هیواد په ملي‌ شورا کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې انشاالله په ۲۰۲۲ کال کې به د ترکیې ځايي او ملي‌ برښنايي ریل ګاډی په فعالیت پیل وکړي او پټلۍ ته به راښکته کړی شي.

 

د سټار ورځپاڼې " د اورواسیا تونل د سترې جایزې لایق وګنل شو " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د استانبول ښار د اورواسیا تونل د انګلستان د نیو سیویل انجینیر مجلې  چې د تیرو ۵۰ کلونو راهیسې د ساختمانۍ او انجینیرۍ په برخه کې د نړۍ تر ټولو پروژو ته جایزې ورکوي‌ د جایزې  لایق وګنل شو.

 

د خبرترک ورځپاڼې " د زیتون او زیتون غوړو تر ټولو ډیر صادرات امریکا ته کیږي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، ترکیې  د زیتون او زیتون د غوړو صادرات د روان کال د نوامبر په میاشت کې د تیر کال همدې میاشتې په پرتله ۲۱ عشاریه ۹ سلنه لوړه شوي دي. د ویلو ده چې ترکیې د زیتون او زیتون غوړو تر ټولو ډیر صادرات امریکا ته کړي. امریکا ته صادرات ۳۰ میلیونه ۷۲۶ زرو ډالرو ته رسیدلي‌ دي.

 

د صباح ورځپاڼې " د هتیتیاتو د دورې اړوند مهم تاریخي‌ اثار وموندل شول " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ایزمیر ولایت د بوغاز کوی په سیمه کې د تاریخي‌ کیندو په ترڅ کې د هتیتانو د دورې اړوند ۴ مهم لرغوني اثار وموندل شول. نوموړي‌ اثار د ایزمیر ولایت د ارکیولوژۍ په موزیم کې نندارې ته ایښودل شوي‌ دي. ویل کیږي‌ دا اثار چې د هیتیتیانو د امپراتورۍ د مقدس واده، اختر او جازو په څیر د مهمو پيښو ښکارندويي کوي‌ ۳۵۰۰ کلن لرغونوالی لري.



اړوند خبرونه