د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې " اردوغان : په سلګونو پانګه اچونې د نږدې نه څارو " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د کرونا ویروس د پراخې وبا د ناروغۍ نه وروسته دوره کې په نړۍوال اقتصادي سیستم کې یواځنی هیواد چې ستوری ډیر زیات ځلیدلی دی هغه ترکیه دی. ولسمشر اردوغان وویل چې د هیواد په څلور ګوډونو کې د کورنیو او بهرنیو پانګه والو لخوا د پانګه اچونې پروګرامونه د نږدې نه تعقیبوو.
د سټار ورځپاڼې " د روسیې او اوکراین په بحران کې د ترکیې مرستې ته شین څراغ " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي ویاند وویل چې د روسیې سره د دونباس د بحران په مذاکراتو کې د ترکیې ګډون ته په نیکه او مثبته سترګه ګورو. د ویلو ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي وو چې د روسیې او اوکراین ترمنځه د روانې ستونزې د حل په مسئله کې د دواړو هیوادونو د رضا په صورت کې ترکیه منځګړتوب او یا بل کوم پلاټ فورم کې هر ډول ملاتړ ته چمتو دی.
د حریت ورځپاڼې " ترکیه د فضايي سیالۍ په برخه کې د خپل فضايي پروګرام سره چمتوالی نیسي. " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صنایع او ټکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک وویل چې ترکیه د فضايي سیالیو لپاره د خپل ملي فضايي پروګرام سره چمتوالی نیسي. د ترکي انجینیرانو او ساینسپوهانو لخوا طرح او ډیزاین شوې فضايي واسطو چې په سپوږمۍ کې د ښکیته کیدو په هدف جوړې شوي په اړه يي ټولې تیارۍ پایته رسیدلي دي.
همداشان فضا ته ددې واسطو د استولو په خاطر د فضايي راکټ د هیبدرید ماشین په ازمایښتونو کار روان دی. زمونږ هدف تر ۲۰۲۳ کاله د خپل ملي او ځايي هیبدرید راکټ سره سپوږمۍ ته رسیدل او هلته ښکته کیدل دي.
د ینې شفق ورځپاڼې " په ګمرکانو کې د ټیلرونو ټرافیک ۱۷ سلنه ډیر شوی دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه د صادراتو په برخه کې په پرله پسې ډول سره ریکارډونه جوړوي. د ترکیې نه د هره ورځ په اوسط ډول سره ۵۳۸۰ ټیلري لارۍ د سرحدي ګمرکاتو له لارې بهر ته سفر کوي. د هیواد په ۶ سرحدي دروازو کې د ټیلري لاریو رش ۱۷ سلنه ډیر شوی دی. ترکیه د اروپا لپاره د تولیداتو په مرکز بدل شوی دی.
د وطن ورځپاڼې " د نړۍ تر ټولو قیمتي کاڼي یواځې په ترکیه کې استخراجیږي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ تر ټولو قیمتي کاڼۍ په ترکیه کې موندل شوی دی. د ترکېې د موغلا ولایت د میلاس په ولسوالۍ کې موندل شوی کاڼی د الماس نه لس زره برابره لا زیات نادر کاڼی دی.
دا کاڼي چې په نړۍ کې ډیر زیات شهرت موندلی دی تر ټولو زیات د هالیود سینما د لوبغاړو لخوا طلب لیدل کیږي. دا کاڼی چې د ورځې په رڼا کې شین رنګ لري د شمعې په رڼا کې رنګ ګلابي کیږي.