د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/2ff5/f4d3/5437/5f102ee1171f8.jpg?time=1718972287)
د حریت ورځپاڼې " د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مشورتي شورا په غونډه کې د پاریس د چاپیریال تړون په اړه بحث وشو " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مشورتي شورا تیره ورځ د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.
پدې غونډه کې چې د په انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړه شوې وه د ترکیې د ملي شورا لخوا د پاریس د اقلیم د تړون د تصویب او نافذیدو نه وروسته د رامنځته کیدونکو پرمختګونو په اړه خبرې وشوې.
د صباح ورځپاڼې " د ولسمشر اردوغان لخوا د ملي سمندري توپ د لومړۍ ډزې په اړه په جوړو شوو مراسمو کې مهمې څرګندونې " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکیې د دولتي او خصوصي سکتور د ګډې همکارۍ په نتیجه کې جوړ شوی ملي سمندري توپ د ازمایښت او لومړۍ ډزې مراستو ته د ویدیويي پيغام له لارې وینا وکړه.
ولسمشر اردوغان په پيغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ترکیې ددې سمندري توپ وسلې د جوړولو سره د هغه ګوتو په شمیر هیوادونو د هیوادونو په کتار کې ځای ونیو چې دا وسله تولیدوي. ترکیه پدې برخه کې په خان بسیا شوه. نور مونږ اړتیا نلرو چې د چا احسان ومنو. هم به مو پيسو ورکولې او هم به لس ځایه د بیوروکراسۍ د خنډونو سره مخامخ کیدولو. نن ورځ د الله په مرسته ددې ټولو خنډونو او ستونزو نه خلاص شو او پدې برخه کې په ځان بسیا شو.
د وطن ورځپاڼې " چاووش اوغلو : ترکیه د کریمیا الحاق په رسمیت نه پیژني او نه به يي هم کله وپیژني " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو تیره ورځ د سويدن په پلازمینه ستکخلم کې جوړه شوې د اروپا د امنیت او همکاریو د تشکیلاتو د بهرنیو چارو د وزیرانو په ۲۸ مه غونډه کې ګډون وکړ. هغه دلته په خپله وینا کې وویل چې ترکیه د کریمیا الحاق په رسمیت نه پیژني . هغه وویل چې په سویلي قفقاس کې د تل پاتې سولې او ثبات په خاطر یو فرصت شتون لري چې ددې فرصت نه باید استفاده وشي.
د خبرترک ورځپاڼې " د نوامبر په میاشت کې صادراتو یو ځل بیا ریکارډ ټینګ کړ " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سوداګرۍ وزیر محمد موش وویل چې د روان کال د نوامبر په میاشت کې د ترکیې صادرات د تیر کال همدې میاشتې په پرتله ۳۳ عشاریه ۴ سلنې په لوړیدو سره ۲۱ نیم میلیاردو ډالرو ته رسیدلي دي.
د سټار ورځپاڼې " د ۲۵ کلونو وروسته له سره پيل شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې او لیبیا ترمنځه د کښتۍ سفرونه د ۲۵ کلونو نه وروسته له سره پيل شول. پدې سفرونو کې به یواځې بار انتقال شي.