د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/2ff5/f4d3/5437/5f102ee1171f8.jpg?time=1718993980)
ینې شفق ورځپاڼې " د ولسمشر اردوغان لخوا د ماکرون پر خلاف غبرګون " د سرلیک لاندې لیکلي دي، ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکیې ملي راډیو تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې تمویلوونکي د سمنټو فرانسوي شرکت لافارژ په اړه مهمې څرګندونې وکړې. ولسمشر اردوغان وویل چې ددې فرانسوي شرکت لخوا د داعش ترهګرې ډلې سره د مالي مرستو په اړه کره اسناد او شواهد شتون لري. هغه وویل چې پدې اړه يي د فرانسې ولسمشر ماکرون ته وویل چې ستاسې فرانسوي شرکت لا فارژ د داعش سره مرسته کوي خو هغه ځان داسې منکر کړ لکه هیڅ خبر چې نه وي. ولسمشر اردوغان د ماکرون پر خلاف سخت غبرګون وښود او وویل چې دوې دوه مخونه لري. هم د ترهګرو سره مرسته او ملاتړ کوي او هم ځان داسې نیسي لکه په هیڅ شي چې خبر نوي.
د حریت ورځپاڼې " ولسمشر اردوغان عليوف ته ډاډګیرنه او تسلیت وړاندې کړ " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اذربایجان ولسمشر الهام عليوف سره ټیلیفوني خبرې وکړې. ولسمشر اردوغان عليوف ته تیره ورځ د پوځي چورلکې د سقوط په پيښه کې د شهید شوو سرتیرو له امله د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړل.
د وطن ورځپاڼې " شنتوپ : د فلسطین د دولت نه تل قوي ملاتړ کوو " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ وویل چې د ترکیې په توګه د فلسطین د دولت نه تل قوي ملاتړ کوو. د فلسطین د دعوا په اړه زمونږ دریځ معلوم دی. ترکیه د یو خپلواکه او ازده فلسطین دولت نه چې پلازمینه يي ختیځ بیت المقدس وي تل ملاتړ کړی او ددینه وروسته به هم ملاتړ کولو ته دوام ورکړي.
د صباح ورځپاڼې " د ترکیې اقتصاد د جي شل سازمان په منځ کې تر ټولو زیاته وده کړې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د روان کال په دریمه ربع کې ترکیې د ۷ عشاریه ۴ سنله اقتصادي ودې سره د جي شل سازمان په منځ کې لومړی مقام خپل کړ. همداشان ترکیې د اقتصادي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان په منځ کې بیا دویم ځای ونیو.
د سټار ورځپاڼې " ورانک : ترکیه په انترکتیکا کې د علمي او تحقیقاتي مرکز د جوړولو لپاره کار ته دوام ورکوي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صنایع او ټکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک وویل چې ترکیې په انترکتیکا کې د علمي او تحقیقاتي مرکز د جوړولو چارې ګړندۍ کړي دي. ددې مرکز طرحه ، ډیزاین او د پروژې چارې بشپړې شوي دي.