د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1739136
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د خبرترک ورځپاڼې " ترکیې خپل ټول دقت خپلو اقتصادي‌ هدفونو ته اړولی دی " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ملي‌ امنیت شورا په غونډه کې ترکیې د جوړو کړو پیاوړو بڼسټونو د پاسه او د خپلو هدفونو سره سم د پانګه اچونې، تولیداتو ، استخدام او صادرات محوره اقتصادي‌ سیاستونو د عملي‌ کولو  او د مخامخو او په راتلوونکې کې د رامنځته  کیدونکو تهدیدونو په اړه خبرې او تبادل د نظر وشو. په غونډه کې یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وشو چې ترکیه به د جمهوریت سلمې کلیزې یعنې د ۲۰۲۳  کال ټاکلو هدفونو ته په ډیره قوي‌ او پیاوړې توګه ځان ورسوي.

 

د حریت ورځپاڼې " ترکیې ځايي‌ او ملي‌ واکسین ترکو واک به د روان کال د ختمیدو نه مخکې استفادې ته چمتو شي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په ترکیه کې د نوي‌ ډول کرونا ویروس ضد جوړ شوی واکسین د بیړني‌ استفادې د اجازې ترلاسه کولو لپاره مراجعه کړې ده. هغه وویل چې د روان میلادي‌ کال د ختمیدو نه مخکې به واکسین استفادې ته چمتو شي. هغه وویل چې د واکسین د تولید د مرکز لپاره به په راتلوونکو ورځو کې داوطلبي وشي. دا مرکز به په نړۍ کې په خپله برخه کې تر ټولو پرمختللی مرکز وي.

 

د وطن ورځپاڼې " د ترکیې بانکي‌ سیستم ډیر زیات پياوړی دی " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،  ترکیې د مرکزي‌ بانک رئیس شهاب کاوجي‌ اوغلو وویل چې د ترکیې بانکي‌ سیستم د ترکیې تر ټولو د پياوړي‌ او قوي‌ سیستمومو نه یو دی. د ترکیې بانکي‌ سکتور د عواید، سرمایې او مشترکیو د ارزښت له پلوه په نړۍ کې تر ټولو د ښه سکتورونو نه یو دی.

 

د سټار ورځپاڼې " اوکراین : د ترکیې سره زمونږ همکارئ‌ د سیمې څیره بده کړې ده" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، په انقره کې د اوکراین سفیر وویل چې د ترکیې او اوکراین نږدې همکاریو او قوي‌ اړیکو د سیمې څیرې ته تغیر ورکړی دی. دواړو هیوادونو یواځې په خپلو منځونو کې نه بلکې تورې بحیرې ، قفقاس، ختیځې مدیترانې او بالکان په سیمو کې پر همکاریو جدي‌ اغیزې کړي‌ دي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې " په اروپا کې د ګالاتا سرای ستر بری " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ګالاتا سرای د فوټبال لوبډلې د اروپا د لیګ په اي ګروف کې د پنځمې اونۍ د سیالیو په ترڅ کې د فرانسې د مارسیلیا د لوبډلې سره سیالي وکړ. پدې لوبه کې خپل فرانسوي‌ رقیب ته ۴ د دوو پر وړاندې ماتې ورکړه. ګالاتا سرای د ۱۱ لمبر په ترلاسه کولو سره د اي ګروپ لومړی مقام ګټلی .



اړوند خبرونه