د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1735963
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې ″ ترکېې د بلغاریا سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې په انقره کې د بلغاریا سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته د رااحضارولو سره هغه ته د بلغاریا د مقاماتو د هغه ادعاګانو په اړه چې ګواکې ترکیې ددې هیواد په ټاکنو او کورنیو چارو کې مداخله کړې ده په کلکه توګه رد کړې او  ددې ادعاګانو په اړه يي سخت غبرګون وښود. په انقره کې د بلغاریا سفیر بیا ویلي دي چې ترکیې د بلغاریا د ټاکنو په چوکاټ کې په ترکیه کې میشتو د بلغاریا وګړو ته د خپلو رایو د کارولو په خاطر د هیڅډول همکارۍ او اسانتیا د رامنځته کولو نه ډډه نده کړې. مونږ ته يي هر ډول اسانتیاوې رامنځته کړي دي.

 

د حریت ورځپاڼې ″ د دفاعي  صنایع په برخه کې په پوره خپلواکۍ او ځان بسیاینې ټینګار وشو ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دفاعي صنایع د ریاست رئیس اسماعیل دیمیر وویل چې ″ نن ورځ ترکیې د دفاعي صنایع په برخه کې په نړۍواله کچه د ډول ډول مشکلانو، خنډونو او حتا د پټو او ښکاره بندیزونو سره سره د خپلو ملي ګټو او منافعو نه د دفاع په خاطر هیچا ته د نه احتیاجیدو په خاطر ډیر مهم ګامونه اوچت کړي  او پدې برخه کې اقدامات دوام لري. ترکیې پدې برخه کې ځان ټولې نړۍ ته په اثبات رسولی دی او ځان بسیاینې په برخه کې به ګامونو اوچتولو ته دوام ورکړي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې ″ د نړۍ تر ټولو پرمختللې او ښې د حفاري یا برمه کارۍ کښتۍ د

 الپ ارسلان په نوم ونومول شي ″ د سرلیک لاندې لیکلي  دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو بل ډیر مهم زیری ورکړ. هغه وویل چې د ۲۰۲۲ کال په لومړۍ ربع کې به انشاالله چې د حفاري یا برمه کارۍ یو بله ډیره پرمختللې او ښه کښتۍ هم ترلاسه کړو. تمه کیږي چې دا څلورمه او تر ټولو پرمختللې کښتۍ د الپ ارسلان په نوم ونومول شي. اوم نسل د نړۍ دا پرمختللې د حفاري یا برمه کارۍ کښتۍ د ۱۲۲۰۰ مترو پورې د برمه کارۍ ظرفیت او توان لري. د ۷ عشاریه ۳ مترو لوړوالي خاونده دا کښتۍ د سمندري څپو پر مهال هم په ډیره ثابته توګه د دریدو توان لري. پدې کښتۍ کې به ۲۰۰ تنه پرسونل دنده ترسره کړي.

 

د سټار ورځپاڼې ″ په ترکیه کې تر سلو میلیونو ډالرو ډیره پانګه اچونه ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د کاناډا د انرژۍ مشهور شرکت ولورا چې د ترکیې د تراکیا په سیمه کې د طبعي ګازو په به برخه کې تر ننه پورې تر سلو میلیونو ډالرو ډیره پانګه اچونه کړې ده ویلي دي چې په ترکیه کې د پانګه والۍ له امله ډیر خوښ دي . ددې شرکت د ترکیې د څانګې مشر وویل چې پوره باور لري چې  د ترکیې د تراکیا په سیمه کې د ګازو مهمې زیرمې شتون لري.

 

د صباح ورځپاڼې  ″ ترکیه په دریمه ربع کې هم اقتصادي ودې ته دوام ورکوي ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، اقتصادي کارپوهانو ویلي دي چې په ترکیه کې د صنایع  تولیداتو ارقامو ته په کتو سره او په صادراتو کې په پرله پسې ډول سره د ریکارډونو د ثبتولو سره د ۲۰۲۱ کال د دریمې ربع لپاره اقتصادي وده ۷ عشاریه ۸۴ اټکل شوې ده .



اړوند خبرونه