د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1603/b899/caf2/615a9f0083fbc.jpg?time=1719127844)
د خبرترک ورځپاڼې ″ اردوغان : د اروپايي ټولنې نه د غوڅو ګامونو د اوچتولو تمه لرو ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسپانیا د لومړي وزیر پيدرو سانچیز سره په پلازمینه انقره کې د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې د اسپانیا سره په ګډه الوتکې انتقالوونکې کښتۍ جوړه کړې ده . هغه وویل چې د اروپايي ټولنې نه د ترکیې په اړه د غوڅو ګامونو د اوچتولو تمه لرو. هغه وویل چې ترکیې او اسپانیا دواړو د ناقانونه کډوالۍ په مسئله کې ډیر ستر او دروند بار په اوږو کړی دی. د همدې امله ټولنه باید د ترکیې سره د ګمرکي ټولنې د تړون د نوي کولو او ویزې معافیت په برخه کې لازم ګامونه اوچت کړي.
د سټار ورځپاڼې ″ سانچیز : ترکیې اقتصاد د اوسط نه ډیره لوړه وده کوي ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اسپانیا لومړي وزیر پیدرو سانچیز وویل چې د ترکيې او اسپانیا اړیکې ډیرې فوق العاده کچې ته رسیدلي دي. هغه وویل چې ترکیه د اقتصادي پلوه د اوسط نه په ډیره لوړه توګه پرمختګ کوي. دا به په راتلونکې کې هم پدې ډول دوام وکړي. هغه وویل چې مونږ په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د پوره غړیتوب غوښتنه کوو. ځکه چې ترکیه د اروپا یوه پارچه ده.
د ینې شفق ورځپاڼې ″ د ترکیې او امریکا ترمنځه عالي دفاعي غونډه ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې او امریکا ترمنځه په عالي کچه د دفاعي ډلې غونډه چې په عسکري مسئلو کې بحث کیږي د څلورو کلونو وروسته په واشنګټن کې جوړه شوه. پدې غونډه کې د دوه اړخیزو سربیره په سیمه ایزو دفاعي او امنیتي مسئلو خبرې او تبادل د نظر وشو. دا غونډه ډیره مثبته تیره شوه. راتلونکې غونډه به په ترکیه کې جوړه شي.
د حریت ورځپاڼې ″ ترکیې د ګرځندوی په برخه کې د ایټالیا او اسپانیا نه خپه واړوله ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ګرځندوی نړۍوال سکتور د تیرو دوو کلونو راهیسې د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ له امله په ډیره جدي توګه اغیزمن شوی دی. ترکیې بیا پدې دوو کلونو کې د مدیترانې په هیوادونو کې تر ټولو په چټکۍ سره وده کوي. ترکیې د روان میلادي کال په تیرو ۹ میاشتو کې د ایټالیا او اسپانیا نه د لا زیاتو بهرنیو ګرځندویانو کوربه توب کړی دی.
د وطن ورځپاڼې ″ د ترکیې صادرات د ټولې نړۍ د صادراتو یو سلنې ته لوړ شوي ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سوداګرۍ وزیر محمد موش وویل چې ترکیې صادرات په تیرو ۲۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره د ټولې نړۍ د صادراتو یو سلنې ته رسیدلي دي.
هغه وویل چې د اکتوبر په میاشت کې په ترکیه کې د صادراتو د وارداتو په پرتله ۹۳ عشاریه ۴ سلنې ته لوړ شوي دي.