د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې ″ ولسمشر اردوغان د ځايي ادارو د ځوانانو فیستیوال ته وینا وکړه ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ځوانانو توقعات د هغه لپاره حیاتي اهمیت لري. هغه وویل پداسې حال کې چې په اروپا او اسیا کې نفوس په چټکۍ سره د زړښت پر لورې روان دی د ترکیې د نفوس یوه دریمه برخه ماشومانو او ځوانانو نه جوړ دی. دا ډیره مهمه مسئله ده. ځوان نفوس ډیر مهم دی.
د حریت ورځپاڼې ″ د کورنیو چارو وزیر لخوا غوڅ پيغام ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو تیره ورځ وویل چې په ترکیه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې قوي مبارزې له برکته د ترهګرو شمیره د پام وړ راغورځیدلې ده . نن ورځ د ترکیې وسله وال پوځ د الله په مرسته ترهګري سازمانونه د ستوني نه نیولي او د ساه اخیستو فرصت نه ورکوي. انشاالله چې هغوې به په کامله توګه له منځه یوسو.
د صباح ورځپاڼې ″ د دفاع وزیر څرګندونې ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې د ۲۰۱۵ کال د جولای د ۲۴ مې نیټې راهیسې تر ننه پورې د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مبارزې په ترڅ کې د هیواد دننه او بهر په عراق او سوریه کې جمعآ ۳۲۹۰۱ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي. همداشان د روان کال د پیل راهیسې د روانو عملیاتو په نتیجه کې ۲۴۲۶ تنه ترهګر وژل شوي دي.
د سټار ورځپاڼې ″ د بې کارۍ ارقام اعلان شول ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د احصایې ادارې د روان کال په دریمه ربع کې د بې کارۍ ارقام خپاره کړل.
د احصایې ادارې د معلوماتو له مخې سږ کال په دریمه ربع کې د بې کارۍ کچه صفر عشاریه ۴ سلنې په راټیټیدو سره ۱۱ عشاریه ۷ سلنې ته رسیدلې ده . همداشان په ترکیه کې پدې موده کې د بې کارانو شمیره ۳ میلیونه ۸۴۲ تنو ته راټیټه شوې ده .
د خبرترک ورځپاڼې ″ د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر: د ترکیې د معدني توکو صادرات ۴ عشاریه ۳۸ میلیاردو ډالرو ته لوړ شوي ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکيې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې په ترکیه کې د روان کال د جنوري او سپټمبر د میاشتو ترمنځه د معدني توکو صادرات د ۴۸ سلنې په لوړیدو سره ۴ عشاریه ۳۸ میلیاردو ډالرو ته لوړ شوي دي.