د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1733907
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې ″ اردوغان : دا پل په نړۍ کې اول لمبر دی ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د چناق قلعه ولایت د ترویا په موزیم کې ازیني لي یحیی چوش د مستند فلم د لومړۍ نندارې په مراسمو کې ګډون کړی وو د چناق قلعه ۱۹۱۵ پل د ساختماني چارو په اړه هم معلومات ورکړل. هغه وویل چې ددې پل یو پلو ته اسیا او بل پلو ته اروپا لویه وچه پرته ده. دې پل دوه لویې وچې د یو بل سره نخلولي دي. دا پل په نړۍ کې اول لمبر دی.

 

د وطن ورځپاڼې ″ د بهرنیو چارو وزارت: د اهیسکا ترکانو سره به لازمه مرسته وکړو ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د اهیسکا ترکان د خپل وطن نه په زور سره د تبعیدولو د ۷۷ کلیزې په مناسبت په خپور کړي  پیغام کې ویلي دي چې ، لکه د ننه پورې ددینه وروسته به هم د اهیسکا ترکان خپل اصلي  وطن او ټاټوبي ته د ستنیدو بهیر د نږدې نه تعقیب کړو او د هغوې سره به لازمو مرستو ته دوام ورکړو.

 

د ینې شفق ورځپاڼې ″ د ټرانسپورت وزیر لخوا مهم زیری : د ترکيې لومړنی ملي برېښنايي ریل ګاډی به په فعالیت پیل وکړي ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو وویل چې د ترکیې لومړنی برېښنايي ریل ګاډي چې په ساعت کې د ۱۶۰ کیلومتره په سرعت جوړ شوی دی چارې د بشپړیدو په حال کې دي. انشاالله چې په نږدې راتلونکې کې به دا ملي  او ځايي برېښنايي ریل ګاډی هیوادوالو ته په خدمت ورکولو پیل وکړي.

 

د حریت ورځپاڼې ″ د استانبول هوایي ډګر د اروپا تر ټولو مقاوم هوايي دګر دی ″  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول د نړۍوال هوايي ډګر د مدیریت د چارو د مسئول شرکت د اجراييوي  کمیټې رئیس قدري سامسونلي وویل چې د استانبول هوايي ډګر د اروپا تر ټولو مقاومه او پياوړی هوايي ډګر دی. په ۲۰۲۰ کال کې مو لومړی مقام ګټلی وو او انشاالله چې په ۲۰۲۱ کال کې به هم په ورته دول لومړی مقام خپل کړو.

 

د صباح ورځپاڼې ″ د نړۍوال جام امنیت ترکیې پولیسو ته سپارل کیږي ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د فوټبال د نړۍوال جام امنیت چې د ۲۰۲۲ کال د نوامبر په ۲۱ مه نيټه په قطر کې پیلیږي ترکيی پولیسو سپارل کیږي. د ویلو ده چې د فوټبال د نړۍوال جام امنیت به ترکیې پولیس ټینګ کړي .



اړوند خبرونه