د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1727372
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې ” ترکیه د اقلیم د بحران  په حل کې لومړیتوب ته ژمن دی “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه د خپل قدیم کولتور نه د الهام سره د زرغون پراختیايي انقلاب د ټولو چارو په مرکز کې قرار ورکړو. ترکیه د اقلیم بحران د حل په برخه کې مهم رول لوبولو او په غاړه اخیستو ته ژمن دی. ولسمشر اردوغان وویل چې د طبعیت محافظت کول زمونږ په لومړیتوبونو کې ځای لري.

 

د حریت ورځپاڼې ” اردوغان : د اف ۱۶ الوتکو په مسئله کې بایدن مثبت نظر درلود “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایټالیا په پلازمینه روم کې جوړه شوې د جي  شل سازمان د سرمشریزې په چوکاټ کې پرون د امریکا ولسمشر جو بایدن سره لیدنه وکړه. ولسمشر اردوغان ددې لیدنې په اړه د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې ، ښاغلي  بایدن ته مو د امریکا لخوا په سوریه کې د ترهګرو سازمانونو سره د مرستې کولو په اړه خپل خفګان او اندیښنه څرګنده کړه. همداشان د اف ۱۶ الوتکو په برخه کې بایدن مثبت نظر درلود.همداشان پدې لیدنه کې د ترکیې د موجودو اف ۱۶ جنګي  الوتکو د مدرنیزه کولو په مسئلې هم خبرې وکړې. د دواړو هیوادونو د دفاع وزیران به بهیر د نږدې نه تعقیب کړي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې ” د کانتینر بحران په فرصت بدل شو “ د سرلیک لاندې لیکلي  دي، ترکیې د کانتینر د بحران او سمندري  ټرانسپورت د بیې د لوړوالي  له امله د متحده عربي  اماراتو او پاکستان سره د ټیلرونو په اړه تفاهم وکړ. پدې چوکاټ کې به د متحده عربي اماراتو د شارجه په بندر کې باریدونکي  ټيلرونه د ایران بندر عباس بندر ته او دهغه ځای نه د مځکې له لارې اسکندرون ته راورسیدل. پداسې حال کې چې د سویش کانال ګذرګاه  به ۲۰ ورځې دوام کولو دا نوې ګذرګاه د ۶ نه تر ۸ ورځو پورې دوام کوي او لاره ډیره زیاته لنډیږي.

همداشان پاکستان ته سمندر له لارې مسافرت چې یوه میاشت به يي دوام کولو د وچې د لارې۱۰ یا ۱۲ ورځو ته راټیټ شو.

 

د سټار ورځپاڼې ” د ترکیې د ځايي موټر په اړه ښه زیری “ د سرلی لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ځايي او ملي موټر تولیدونکي  شرکت د ټولنیزې مډیا له لارې د پروژې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات د هیوادوالو سره شریک کړل. د یاد شوي  شرکت لخوا په خپور شوي  پیغام کې ویلي شوي دي چې  ټاکل شوي  هدف ته ګام په ګام نږدیږې کیږو. نوي  لیګ ته زمونږ مسافرت په چټکۍ سره دوام لري. د ترکیې ځايي او ملي  موټر به د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې بازار ته عرضه شي. دا موټر به د صفر نه برېښنايي جوړ شوی په اروپا کې لومړنی موټر وي.

 

د صباح ورځپاڼې ”  د انرژۍ د پلټون چارې به لا ګړندۍ شي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د معدنونو په سکتور کې د روان کال په تیر اتو میاشتو کې تولیداتو کچه د تیر کال همدې میاشتو په پرتله ۲۰ عشاریه ۹ سلنه لوړ شوي دي. همداشان ترکیه په ځانګړې توګه د انرژۍ په برخه کې د ځان بسیاینې د کچې د لوړولو په خاطر په پام کې لري چې په راتلونکې کال کې پدې برخه کې لا مهم ګامونه اوچت کړي او د انرژۍ د پلټون چارې ګړندۍ کړي. په ترکیه کې به جیوترمال او سخره يي ګازو له پلوه د پوتانشیل خاوند په سیمو کې د پلټون چارو ساحه پراخه کړي .



اړوند خبرونه