د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1603/b899/caf2/615a9f0083fbc.jpg?time=1718876266)
د صباح ورځپاڼې " ولسمشر اردوغان : د استعمارګرو خوب تښتولو ته دوام ورکوو " د سرلیک لاندې لیکلي دي، ولسمشر اردوغان افریقا ته د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې ارزونې وکړې. ولسمشر زیاته کړه چې په ۲۱ پیړۍ کې به د افریقا اهمیت او ارزښت لا ډیر شي. په افریقا کې نن ورځ هم په هره برخه کې د استعمارګرو نښې او نښانې لیدل کیږي . د افریقا د خلکو لپاره ترکیه یو ځانګړی ځای او اهمیت لري. ولسمشر اردوغان وویل چې مونږ افریقا ته یواځې د یو بازار په سترګه نه بلکې د یو شریک او متقابلو ګټو په سترګه ګورو. مونږ د افریقا سره د متقابلو ګټو په اساس همکاري جوړول غواړو. زمونږ دې چلند او دریخ د استعمارګرو نه خوب تښتولی دی. ترکیه به د استعمارګر خوب تښتولو ته دوام ورکړي.
د خبرترک ورځپاڼې " د ترکیې غوڅ دریځ سفیران په شا ګام اوچتولو ته مجبور کړل " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا په ترکیه کې د امریکا په ګډون د لسو هیوادونو سفیران د ترکیې په داخلي او قضايي قوې په چارو کې د مداخلې له امله د هیواد نه په شړولو د ګواښولو نه وروسته نوموړو سفیرانو په شا ګام اوچت کړ .
د امریکا په ګډون د لسو هیوادونو سفیرانو د جلا جلا بیانونو په خپرولو سره ویلي دي چې د وینا د کنواسیون ۴۱ مادې ته چې له مخې سفارتونه باید د کوربه هیواد قوانین او اصولو ته درناوی وکړي ژمن دي. نوموړو ویلي دي چې د ترکېې قوانینو او اصولو رعایت کولو ته ژمن دي.
د حریت ورځپاڼې " ولسمشر اردوغان : پوره باور لرم چې ددینه وروسته به بهرنیو هیوادونو سفیران د ترکیې په اړه د لا دقت کار واخلي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په انقره کې د امریکا په ګډون د لسو لویدیځو هیوادونو د سفیرانو لخوا د ترکیې د سخت غبرګون نه وروسته د په شا ګام اوچتولو نه وروسته وویل " زمونږ هدف په اړیکو کې بحران رامنځته کول ندی، زمونږ هدف د ترکیې د شرف ، غرور ، اصولو او حساسیتونو محافظه کول او حفاظت کول دي.
د سفیرانو وروستیو څرګندونو ته په کتو سره دا د ورا څرګنده ده چې په خپلې اشتباه پوه شوي دي او ددېنه وروسته به د ترکیې په اړه د ډیر دقت نه کار واخلي.
د وطن ورځپاڼې " عمر چیلیک : د دولت د خپلواکۍ په مسئله کې زمونږ حساسیت ښکاره او په ډاګه دی " د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک د لسو هیوادونو د سفیرانو لخوا په ترکیه کې د زنداني عثمان قاوالا د هر څه ژر خلاصولو په اړه غوښتنې نه وروسته د ترکیې سخت غبرګون او د هغوې لخوا په شا ګام اوچتولو ټولو ته دا په ډاګه کړه چې ترکیه هیچا ته په خپلو کورنیو چارو او خپلواکۍ په حقونو کې د لاسوهنې حق نه ورکوي. ترکیې تل دا ډول اقدامات رد کړي او ددینه وروسته به يي هم رد کړي. د ترکیې دولت د ازادۍ او خپلواکۍ په اړه حساسیتونه د بحث وړ ندي. د ترکیې ولسمشر د نوموړو سفیرانو په اړه غبرګون سره د ترکیې دریځ بیان کړی دی.
د ینې شفق ورځپاڼې " د ترکیې ډرون الوتکې د پي کاکا تر اشغال لاندې په سیمو کې الوتنو ته دوام ورکوي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا او روسیې لخوا د ترکیې سره د کړي ژمنې سره سم د پي کاکا ترهګری سازمان د سوریې په شمال کې د اشغال کړو سیمو نه د نه وتو او ددې سیمو نه پر ترکیې او ترکي ځواکونو د بریدونو نه وروسته د ولسمشر اردوغان لخوا پدې سیمو د پوځي عملیاتو په اړه د سیګنال ورکولو نه وروسته د ترکیې ډرون الوتکو په سیمې الوتنې پيل کړي دي. د ترکیې ډرون الوتکو د سوریې په شمال کې د فرات سیند ختیځ لوري ته د قمشلی او عین العرب په سیمو کې په فعالیت پيل کړی دی.