د ترکیې د ورځپانو سرټکي
د ترکیې د ورځپانو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « د قره باغ په خاوره کې لومړنی هوايي ډګر پرانیستل کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روان کال په دننه کې د دریم ځل لپاره اذربایجان ته سفر کوي. د اذربایجان لخوا د قره باغ خاوره د ارمنستان د اشغال نه د ژغورولو نه وروسته په قره باغ کې جوړ کړی لومړنی نړۍوال هوايي ډګر سبا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل کیږي. د فضولي به نامه دا نړۍوال ډګر په سیمه کې لومړنی هوايي ډګر دی چې جوړیږي.
د خبرترک ورځپاڼې « د کورنیو چارو وزیر د مهمو ترهګرو د لمنځه وړو نه خبر ورکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکيې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د ترکېې د حقاري په ولایت کې د دوو مهمو ترهګرو د لمنځه وړو نه خبر ورکړ.
هغه وویل چې نوموړو ترهګرو چې غوښتل د چقورجا د پولې نه ترکیې ته راواړي د ډرون کمرو لخوا د تثبیتیدو نه سمدلاسه وروسته پرې برید وشو. همداشان د نوموړو ترهګرو مړي د عملیاتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو لاس ته غورځیدلي دي.
د صباح ورځپاڼې « مسئول چارواکي د سروزور د موندل شوي معدن د چارو په اړه معلومات ورکړل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه د ملي انرژۍ او معدونو د سیاست په چوکاټ کې چارو ته دوام ورکوي. د ترکیې د کرنیز بانک او ګوبره تاش معدنونو د شرکت رئیس فخرالدین پویراز وویل چې د ترکیې د بیلیجیک ولایت د سوغوط په ولسوالۍ کې موندل شوي د سروزرو په معدن کې د استخراج چارې دوام لري. هغه وویل چې انشاالله د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې به ددې معدن نه استخراج شوي سره زر په کلچو بدل او د ترکیې بازارونو ته به يي وړاندې کړو.
د ینې شفق ورځپاڼې « د الوتکې سیستم په پرمختللي توغندي باندې واړول شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې دفاعي صنایع رئیس اسماعیل دیمیر وویل چې د ترکیې د الوتکو د شرکت لخوا جوړ شوی د الوتکې سیستم په اوږد واټنه توغندي باندې واړول شو. هغه ویلي دي چې دا توغندی په لرې واتن کې خپل هدف په ډیره چټکه توګه د لمنځه وړو په ظرفیت جوړیږي.
د حریت ورځپاڼې « د ترکیې نامتو عکاس محمد اسلان د سیانا د عسکونو جایزه وګټله» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې نامتو عکاس محمد اسلان د سیانا د عسکونو په نړۍواله سیالۍ کې چې د نړۍ د ۱۶۳ هیوادونو نه پکې عکاسان ګډون کوي تر ټولو د ښه عکاس جایزه ترلاسه کړه.
محمد اسلان د ژوند د سختو تر نامه لاندې د اخیستي یو عکس سره چې په سوریه کې د یو پلار او زوی د ژوند کیسه بیانوي لومړی مقام خپل کړ.