د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1723485
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د حریت ورځپاڼې " د امریکا نه خپلې یو میلیارد او ۴۰۰ میلیونه ډالره په یو شکل نه په یو شکل بیرته اخلو " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان انګولا، توګو او نایجریا ته د سفر نه وروسته هیواد ته د راستنیدو پر مهال په الوتکه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر اردوغان د ترکیې لخوا امریکا ته د اف ۳۵ ډوله الوتکو په خاطر د ورکړل شوو یو میلیارد او ۴۰۰ میلیونو ډالرو په اړه وویل چې دا پيسې به په یو شکل نه په یو شکل بیرته واخلو. ترکیه به هیچا ته اجازه ورنکړي‌ چې ددې هیواد حق وخوري.

 

د ینې شفق ورځپاڼې " د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو لخوا د سواپ تړون په اړه څرګندونې " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې د ترکیې او سویلي‌ کوریا ترمنځه متقابل تجارت په خاطر باید دواړه خواوو په ګډه کار وکړي. د همدې هدف په رڼا کې د دواړو هیوادونو مرکزي بانکونو ترمنځه د سواپ تړون په چوکاټ کې په سوداګرۍ کې کولای شي‌ چې د خپلو ملي‌ کرنسیو نه استفاده وکړي. دا ګام به د دواړو هیوادونو ترمنځه تجارت ته لا وده وکړي.

 

د خبرترک ورځپاڼې " د ترکیې د سوداګرۍ وزیر : د ترکیې او افریقا ترمنځه تجاري‌ حجم د ۲۵ عشاریه ۳ میلیاردو ډالرو ته ورسید " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د سوداګرۍ وزیر محمد موش وویل چې د ترکیې او افریقا ترمنځه اقتصادي‌ اړیکې د هرې ورځې په تیریدو سره لا زیاته وده کوي. پداسې حال کې چې په ۲۰۰۳ کال کې د ترکیې او افریقا ترمنځه تجاري‌ حجم ۵ عشاریه ۴ میلیارده ډالرو وو نن ورځ دا رقم ۲۵ عشاریه ۳ میلیاردو ډالرو ته لوړ شوی دی. په ۲۰۲۰ کال کې زمونږ ترمنځه سوداګرۍ حجم ۲۵ عشاریه ۳ میلیارده ډالرو وو چې سږ کال به دا پسې لوړ شي.

 

د سټار ورځپاڼې " د ترکیې لخوا سیمه ایزه اقتصادي‌ حمله " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د بهرنيو اقتصادي‌ اړیکو شورا لخوا  سوداګرۍ وزارت او افریقايي ټولنې کمیسیون په همکارۍ استانبول کې جوړ شوي‌ د ترکیې او افریقا دریمې اقتصادي‌ غونډې ګډه اعلامیه خپره کړه.

په اعلامیه کې راغلي‌ دي‌ چې پدې غونډه کې په ځانګړې توګه خصوصي سکتور د ټکنالوژۍ، ګرځندی، کرنۍ، برښنا، تولیداتو، لوژستیک تاسیساتو، هوټلدارۍ، هوايي، سمندري، پوهنې، روغتیا او نوې کیدونکې انرژۍ په برخو کې متقابلو پانګه اچونو ته تشویق کړي‌ دي.

 

د وطن ورځپاڼې " په ماردین ولایت کې ۱۲ زره کلن لرغونی معبد وموندل شو " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د مادرین ولایت د دارګیچیت په ولسوالۍ کې د روانو لرغون کیندونو په ترڅ کې یو ډیر لرغونی معبد وموندل شو. لرغون پوهانو ویلي‌ دي‌ چې دا معبد د شانلي‌ اورفا ولایت د ګوبیکلي‌ تپې د تاریخي‌ سیمو نه وروسته تر ټولو تاریخي‌ معبد دی.



اړوند خبرونه