د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/2ff5/f4d3/5437/5f102ee1171f8.jpg?time=1718928219)
د سټار ورځپاڼې " امریکا د ترکیې نه د اف ۳۵ ډوله الوتکو په خاطر د اخیستو پيسو په بدل کې ترکیې ته نوې وړاندیز کړی " د سرلیک لاندې لیکلي دي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ افریقايي هیوادونو ته د حرکت نه مخکې د استانبول د اتاترک په هوايي ډګر کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. ولسمشر اردوغان د ترکیې او امریکا ترمنځه د اف ۱۶ جنګي الوتکو په اړه د نوو خبرو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې " امریکا د ترکیې نه د اف ۳۵ ډوله الوتکو په خاطر د اخیستو پیسو په بدل کې ترکیې ته د اف ۱۶ جنګي الوتکو وړاندیز کړی دی. ترکیه هم غواړي چې د نوو اف ۱۶ جنګي الوتکو سره خپل هوايي ځواکونه لا پسې پياوړي کړي. "
د ینې شفق ورځپاڼې " په نړۍ کې ساری نشته : په ترکیه کې د ۶۵ کلونو د عمر نه د لوړو عمر لرونکو لپاره ځانګړی عاجل سرویس جوړیږي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د عاجل طب متخصصنو د ټولنې لخوا جوړه شوې پروژې له مخې چې د اروپايي ټولنې لخوا هم منل شوې ده ، په ترکیه کې د ۶۵ کلونو د عمر نه د لوړ عمر لرونکو لپاره ځانګړی عاجل سرویس څانګه جوړیږي. د ترکیې د عاجل طب د ټولنې رئیس پروفیسور ډاکټر بشار جاندر وویل چې د نړۍ په بل هیڅ هیواد کې دا ډول کومه ځانګړتیا او پروګرام شتون نلري. ترکیه به لومړنی هیواد وي چې دا ډول یوه پروژه او پروګرام عملي کوي.
د خبرترک ورځپاڼې " په ۹ میاشتو کې د ۲ عشاریه ۱۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت د میوې او سبو صادرات " د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د روان میلادي کال په تیرو ۹ میاشتو کې د ۲ میلیاردو او ۱۵ میلیوونو ډالرو په ارزښت تازه میوه او سابه صادر کړي دي. د ترکیې پدې برخه کې ۳۱ سلنه صادرات یواځې روسیې ته کړي دي.
ترکیې په تیرو ۹ میاشتو کې روسیې ته د ۶۲۷ میلیونو او ۴۴۲ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت د میوې او سبور صادرات کړي دي.
د صباح ورځپاڼې " د ترکش ایرلاینز کارکوونکي د لمر د کریم سره ژوندونه ژغوري " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاینز د الوتکو میلمه پالان او پیلوتان په خپلو منځونو کې د جوړ کړي د ښیګڼې دوستان ترنامه لاندې د مرستو راټولو پروګرام په چوکاټ کې د سینیګال په پلازمینه ډاکار کې د البینو په ناروغۍ روږدو ماشومانو ته د چې د لمر سره د تماس نشي کولې د لمر نه د ژغورنې د ځانګړي کریم په ورکولو د هغوې په ټپونو د مرحم پټلۍ لګوي .