د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې " ولسمشر اردوغان : د سوریې نه ترکیې ته د مخامخ تهدیدونو په اړه نور زمونږ د صبر کاسه ډکه شوې ده " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د سوریې له لورې ترکیې ته مخامخ کړو ترهګریزو ګواښونو نور زمونږ د صبر او زغم کاسه ډکه کړې ده . هر څه ژر به لازم ګامونه اوچت کړو.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې نن د کابینې د غونډې نه وروسته وکړې.
ولسمشر اردوغان وویل چې د سوریې له لوري ترکیې ته د مخامخو ترهګریزو ګواښونو د برطرفو په اړه ژمن یو . دا تهدیدونه به هر څه ژر برطرفه کړو.
هر څه ژر به لازم ګامونه اوچت کړو.
د حریت ورځپاڼې " د کورنیو چارو وزیر : هیڅ داسې سیمه نده پاتې چې د ترکیې وسله وال ځواکونه ورته داخل شوي نوي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د هیواد دننه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه وویل ، په هیواد کې هیڅ داسې سیمه پاتې نده چې ترهګر پکې خوندي وي. زمونږ امنیتي ځواکونه د هر تیګې لاندې او هره سیمه د ترهګرو د لمنځه وړو په خاطر لټوي . د وروستي ترهګر د لمنځه وړو پورې به د ترهګرۍ پر خلاف عملیات دوام پيدا کړي. په ترکیه کې د ترهګرو لپاره خوندي پټنځای ندی پاتې . په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي.
د سټار ورځپاڼې " ترکیه د ځان بسیاینې په برخه کې هره ورځ نوي ګامونه اچتوي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د هاولسن دفاعي صنایع شرکت د ځايي ایکسرې پلټنو ماشینونو د تولیدولو سره هیواد د بهر نه ددې ماشین الاتو د وارداتو نه وژغوره. په لومړړي پړاو کې هیواد د ۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د دې ماشین د وارداتو نه وژغوره . ترکیه د ځان بسیاینې په برخه کې حملو ته دوام ورکوي.
د خبرترک ورځپاڼې " د موټرو د سکتور هم صادرات او هم تولیدات ډیر شوي دي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د موټرو د سکتور د ټولنې د شمیرو له مخې د روان میلادي کال په تیرو ۹ میاشتو کې په ترکیه کې د موټرو د تولیداتو د کچې د لوړیدو سره سم د صادراتو کچه هم د پام وړ لوړه شوې ده . سږ کال په تیرو ۹ میاشتو کې په ترکیه کې د موټرو تولیدات د تیر کال همدې میاشتو په پرتله ۸ سلنه لوړه شوې ده . همداشان صادرات بیا ۹ سلنه لوړ شوي دي.
د صباح ورځپاڼې " ترکش ایرلاینز د اروپا تر ټولو زیات پرواز کوونکی دویم ستر شرکت دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاینز د اکتوبر د میاشتې د ۴ او لسمو نیټو ترمنځه په اروپا کې تر ټولو زیات پرواز کوونکي دویم ستر شرکت په توګه وټاکل شو.