د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1715613
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د ینې شفق ورځپاڼې " د ولسمشر اردوغان لخوا د ختیځې مدیترانې په اړه غوڅ پيغام " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کریټر مجلې سره په مرکه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه تل نړۍوالو حقوقو ته درناوی کړی او درناوی کوي. یو شی چې مونږ تل د هغه سره مخالفت کوو هغه د نړۍوالو حقوقو په بهانه پر مونږ د بعضو دوه ګونو چلندونو تحمیلول دي.

ایا مونږ په مدیترانه کې د خپلو حقونو نه دفاع ونکړو؟ ایا مونږ هغه نقشې چې په یو پلوه توګه د میز پر سر جوړې شوي‌ دي‌ ومنو؟ ایا مونږ د خپلو پولو پوړې غاړې ته یو ترهګریز دولت او یا ترهګرو دهلیز ته اجازه ورکړو؟ البته چې مونږ دې ته اجازه نه ورکوو. ددې مسئلو په اړه چوپه خوله پاتې کیدل ناممکن دي. مونږ تل ددې مسئلو په اړه د نړۍوالو حقوقو په چوکاټ  کې حرکت او چلند کړی دی او چلند کولو نه ډډه هم نه کوو.

 

د سټار ورځپاڼې " د جرمني‌ د ولسمشر شټاینمایر نه د ترکیې په اړه څرګندونې " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د جرمني‌ ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر وویل چې ترکان ددې هیواد نه بیلیدونکې پارچې دي. د ترکیې او جرمني‌ ترمنځه بې ساري‌ اړیکې شتون لري. ترکیه د سیاسي‌ پلوه او په هره برخه کې د جرمني‌ مهم ستراتیژیک شریک دی.

 

د خبرترک ورځپاڼې " د ترکیې د دفاع وزیر لخوا پر یونان د ډیالوګ غږ " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي‌ اکار د ترکیې او یونان ترمنځه موجودو ستونزې په اړه وویل " زه پوره باور لرم چې ترکیه او یونان به خپلو منځونو کې ستونزې د نړۍوالو حقوقو په چوکاټ کې په سوله ایزه توګه او د خبرو اترو سره حل کړي. ترکیې تل د مذاکراتو نه پلوې کړې ده او ددینه وروسته هم پلوي‌ ته دوام ورکوي.

 

د حریت ورځپاڼې " روس ګرځندویانو ترجیح استانبول دی " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، سږ کال په تیرو ۹ میاشتو کې یواځې د روسیې نه ۳۸۱ زره او ۳۴۶ تنه روس ګرځندویانو استانبول نه لیدنه کړې ده . د ویلو ده چې پدې وروستیو کې استانبول په اړه د روس ګرځندویانو لیوالتیا ښه تیره شوې ده .

 

د صباح ورځپاڼې " استانبول هوايي ډګر د نړۍ تر ټولو د سترې مساپروړونکې الوتکې کوربه توب وکړ " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د استانبول هوايي ډګر چې د نړۍ تر ټولو د لویو هوايي ډګرونو په منځ کې ځای نیولی دی  په عینې وخت کې د نړۍ تر ټولو د لویې مساپروړونکې الوتکې ایربس ۳۸۰ او د نړۍ تر ټولو د سترې بار وړونکې الوتکې انتونوف ای ان ۲۲۵ کوربه توب وکړ.



اړوند خبرونه