د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې " د ولسمشر اردوغان لخوا د ځوانانو د ملي کارموندنې ستراتیژۍ او کاري پلان نشرول " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ترکیه د ځوان نفوس له پلوه د نړۍ د ډیر کمو هیوادونو په ډیر د ډیر ستر پوتانشیل خاوند هیواد دی. ددې ستر پوتانشیل نه په ډیره ښه توګه د استفادې په خاطر د ځوانانو د ملي کارموندنې ستراتیژي او کاري پلان شوی دی خو د اوس نه يي د هیواد ټولو ځوانانو ته مبارکي وایو.
د صباح ورځپاڼې " د ملي دفاع وزارت لخوا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه معلومات" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزارت تیره ورځ په هیواد کې د ترهګرۍ پر خلاف د روانې مبارزې په اړه معلومات ورکړل. د نوموړو معلوماتو له مخې په تیره یوه میاشت کې د ترهګرو پر خلاف ۴ ستر او ۱۷ متوسط ۲۱ عملیات ترسره شوي دي.د سپټمبر په میاشت کې ۱۳۹ تنه او د ۲۰۲۱ کال د جنوري د میاشتې د لومړۍ نیټې راهیسې بیا جمعآ ۲۰۸۱ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي.
د حریت ورځپاڼې " د اوغور شاهین لخوا د کرونا د واکسین په اړه مهمې څرګندونې " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د کرونا ویروس د مهم واکسین بیو ان تګ شرکت مشر پروفیسور ډاکټر اوغور شاهین وویل چې د کرونا ویروس په دومداره توګه بڼې بدلوي چې د همدې امله کیدای شي چې د واکسین اغیزې یو اندازه کمې شي.
هغه ویلي دي چې پدې حالت کې مجبور یو چې د نوي واکسین جوړ کړو.
د سټار ورځپاڼې " په سپټمبر میاشت کې د موټرو صادرات دوه نیم میلیاردو ډالرو ته لوړ شول" د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د موټرو جوړولو سکټور د سپټمبر په میاشت کې د دوه نیم میلیاردو ډالرو په ارزښت موټرې صادر کړي دي.
د روان کال د جنوري او سپټمبر د میاشتو ترمنځه په موده کې بهر ته د موټرو صادرات د تیر کال همدې دورې په پرتله ۲۴ سلنې په لوړیدو سره ۲۱ عشاریه ۳ میلیاردو ډالرو ته لوړ شوي دي.
د وطن ورځپاڼې " اسماعیل دیمیر : د میتي په نامه زیرک توغندي خپل هدف په ډیره دقیقه توګه له منځه یوړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ترکیه د دفاعي صنایع په برخه کې د ځان بسیاینې په برخه کې قوي او پياوړو ګامونو اوچتولو ته دوام ورکوي.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفاعي صنایع رئيس اسماعیل دیمیر وویل چې د ترکېې د راکټسن شرکت لخوا جوړ شوی په لایزر ټکنالوۍ سمبال د میتي په نامه زیرک توغندی په ډیر بریالي توګه وازمایل شو. دا توغندی به د ترکیې وسله والو ځواکونو قوت او طاقت لا پسې لوړ او پیاوړی کړي.