د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1711611
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د حریت ورځپاڼې ” اردوغان : یوه لا عادله نړۍ ممکن ده “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر اردوغان یو ځل بیا په نړۍوال سیستم د سختې نیوکې سره وویل چې ، نړۍوال سیستم د ستونزو د حل پر ځای د ستونزو په زیږونکي، بې عدالتیو او حقانیت نه لرې په یو ساختار بدل شوی دی چې دا خبره په ځانګړې توګه د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ او اقلیم د بدلون په نتیجه کې د رامنځته شوو ستونزو پر مهال لا ښه په ډاګه شوه. ولسمشر اردوغان چې د اوږدې مودې راهیسې په نړۍوال سیستم  او بې عدالتیو سختې نیوکې کوي‌ او په نړۍوال سیستم کې د بیړنیو ژورو اصلاحاتو غوښتنه کوي  نړۍ د پنځو نه لویه د شعار سره په هر فرصت کې دا خبره نړۍوالې ټولنې ته ورپه ګوته کوي. همداشان ولسمشر اردوغان داځل خپل شعار بدل کړ او یوه لا عادله نړۍ ممکن ده د شعار لاندې پدې اړه خپلو نیوکو ته دوام ورکړ.

 

د خبرترک ورځپاڼې ” د شمالي قبرس ترکي‌ جمهوریت ولسمشر تاتار : زمونږ یواځنی کار د قبرس د ترکانو د حقونو نه دفاع کول دي “ د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د شمالي‌ قبرس ترکي‌ جمهوریت ولسمشر ارسین تاتار وویل چې په ټاپو کې مساوي‌ حقونه ، د ملي‌ حاکمیت په برخه کې مساوات او نړۍ لخوا په رسمیت پیژندل زمونږ مسلم حق دی. همداشان زمونږ یواځنی دنده د قبرس د ترکانو د حق او حقوقو نه  دفاع کول دي. په همدې لاره کې د پرمختګ په خاطر به هر ډول فرصت وازو.

 

د ینې شفق ورځپاڼې ” عليوف : ستاسې په مقابل کې به ترکیه ودریږي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اذربایجان ولسمشر الهام عليوف د ارمنستان د اشغال نه د قره باغ د ژغورنې په خاطر د پيل شوې جګړې د لومړۍ کلیزې او ستر بري‌ په اړه په خپله وینا کې وویل چې پدې بري‌ کې د ترکیې برخه ډیره زیاته ده.

همداشان عليوف په خپله وینا کې نړۍوالې ټولنې ته غوڅ پيغام ورکړ. هغه وویل چې ترکیه زمونږ ترڅنګ ده. تاسې پدې مسئله کې مداخله مکوۍ که چیرې مداخله وکړۍ په مقابل کې به مو ترکیه ودریږي. هغه د ترکیې نه ډیره ستاینه وکړه او وویل چې دا یو ډیر ستر او غوڅ بری دی.

 

د صباح ورځپاڼې ” د کرونا ویروس ځايي‌ واکسین تورکو واک ریکارډ ته چمتوالی نیسي“ د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د کرونا ویروس د ځايي واکسین تورکو واک د دریم فاز چارو نه د ډیرې مثبتې نتیجې د ترلاسه کولو نه وروسته د تطبیق د اجازې اخیستو په خاطر يي په چمتوالي‌ پيل شوی دی. په خبر کې راغلي‌ دي‌ چې هدف د تطبیق د اجازې د اخیستو نه وروسته د یوې میاشتې په دننه کې په تولیداتو پيلول دي.

په لومړني‌ پړاو کې تمه کیږي‌ چې د ورځې ۳۰۰ زره ډوزه واکسین تولید کړی شي.

 

د سټار ورځپانې ” د ترکیې د ځايي او ملي‌ موټر په اړه مهم پرمختګ “ د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ځايي او ملي‌ موټر جوړونکي‌ شرکت د ټولنیز رسنۍ له لارې یو ډیر مهم پيغام خپور کړ. یاد شوي‌ شرکت د یو ویدیويي پیغام په خپرولو سره ویلي دي‌ چې د موټر د تولید په موخه د فابریکې چارې د شدت ته دوام لري.

 د ترکیې د صنایع او ټکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک ویلي‌ دي‌ چې د ترکیې ځايي‌ او ملي‌ موټر به د ۲۰۲۲ کال تر وروستیو پورې به بازار ته عرضه شي .



اړوند خبرونه