د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/8618/541d/f2cd/5f02cab2ac57d.jpg?time=1718741007)
د خبرترک ورځپاڼې « اردوغان : په سیمه کې په ترکیې پر حقونو د سترګو پټوونکو سیاستونو نه باید لاس واخیستل شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د ملګروملتونو سازمان ۷۶ عمومي اسمبلې ته وینا وکړه. ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې د ختیځې مدیترانې مسئلې ته په اشارې سره وویل چې ترکیه د مدیترانې سره تر ټولو اوږده پوله لري. د همدې امله په سیمه کې د ترکیې پر حقونو او موجودیت سترګو پټوونکو سیاستونو نه باید لاس واخیستل شي. ترکیه د ختیځې مدیترانې د موجودو ستونزو د حل او د ډیالوګ او همکاریو په خاطر په سیمه کې د ټولو اکټورانو په ګډون د ختیځې مدیترانې د کنفرانس د جوړولو غوښتنه کوي. ترکیې پدې اړه مخکې هم وړاندیز کړی او نن ييهم کوي.
همداشان ولسمشر اردوغان وویل چې په قبرس کې د ترکانو حق او حقوق باید معلوم کړی شي.
د حریت ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : د کرونا ویروس په سختو شرایطو کې مو خپل امکانات د دوست او نورو هیوادونو سره مه ویشلي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ولسمشر اردوغان د ملګروملتونو عمومي اسمبلې ته په وینا کې وویل چې ترکیې د کرونا ویروس په سختو شپو او ورځو کې خپل امکانات د ۱۵۹ هیوادونو او ۱۲ نړۍوالو سازمانونو سره شریک کړي دي. همداشان په نږدې ورځو کې د ترکیې ځايي واکسین ترکو واک تطبیق ته چمتو کیږي چې د ترکیې سربیره د ټول بشریت په اختیار کې به يي ورکړو.
د ینې شفق ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا لیکل شوی یوه لا عادله نړۍ ممکن ده » د لیک لاندې لیکلي دي، د ولسمشر اردوغان لخوا لیکل شوی کتاب یو لا عادله نړۍ ممکن دی په نیویارک کې خلکو ته وروپیژندل شو.
د ولسمشر اردوغان دا کتاب د نیویارک ښار په مرکز ټایمز میدان او نور سیمو کې معرفي کړی شو.
ولسمشر اردوغان پدې کتاب کې د نړۍ په نظام کې د بې عدالتیو نه نیولې د کډوالو تر ستونزې، نړۍوالې ترهګرۍ، اسلام دښمنۍ په ګډون د یو زیات شمیر مهم مسئلو په اړه معلومات ورکړي دي.
همداشان ولسمشر اردوغان په نیویارک کې د نړۍ د مشرانو سره په لیدنه کې هغوې ته خپل کتاب ډالۍ کړ.
د وطن ورځپاڼې « ټکنو فسټ فیستیوال پيل شو » د سر لیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ تر تولو ستر د هوايي او فضايي ټکنالوژۍ فیستیوال ټکو فسټ پرون د استانبول د اتاترک په هوايي ډګر کې پیل شو. د ویلو ده چې دا فیستیوال سږ کال د څلورم ځل لپاره جوړ شوی دی. دا فیستیوال به د سپټمبر تر ۲۶ مې نیټې دوام لري.
د فیستیوال د پرانیستو پر مهال د ترکیې جیټ الوتکو پيلوټانو په هوا کې د ښکلې نندارې په وړاندې کولو سره ګډونوالو ته نه هیریدونکې شیبې ورپه برخه کړې.
د ټکنو فسټ د فیستیوال په سیالیو کې ګټوونکو باندې څه باندې ۵ میلیونه ترکي لیرې جایزې ویشل کیږي.
د ترکیې د ټي ۳ بڼسټ بڼسټګر او د تکنو فسټ د فیستیوال مشر سلجوق بیرقدار د فیستیوال په پرانیست وینا کې ځوانانو ته په خطاب کې وویل چې د خپلو هیلو عملي کولو او هدفونو ته د رسیدو په خاطر هیڅډول خنډونو ته اجازه مه ورکوۍ.