د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1708541
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې « اردوغان : دا ودانۍ د ترکیې د پرمختګ په حال کې د ځواک ښکارندويي کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي،  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په نیویارک کې جوړ کړي  د ترکانو کور ودانۍ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیسته. ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې دا ستره او دنګه ودانۍ د ترکیې د عظمت، تجاربو او پرمختګ په حال کې د قوت ښکارندويي کوي. د ترکانو کور ددې ودانۍ  دروازه د هر چا پر مخ خلاصه ده. دا ودانۍ د ترکیې جمهوریت د سلمې کلیزې یعنې د ۲۰۲۳ کال د ستر هدف په بهیر کې په نړۍواله کچه زمونږ د سترو هدفونو یوه ژوندی مثال دی.

د خبرترک ورځپاڼې « شنتوب : ترکیه د نړۍ تر ټولو سخاوتمند هیواد دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوب په اسپانیا کې په خپله وینا کې وویل چې ترکیه تر زیات مرسته کوونکی هیواد دی. هو ترکیه د نړۍ تر ټولو بډایه هیواد ندی خو د نړۍ تر ټولو سخاوتمند هیواد دی. نن ورځ ترکیه په نړۍ کې تر ټولو د ډیرو کډوالو کوربتوب کوي. په ترکیه کې څه باندې ۴ میلیونه تنه یواځې په رسمي توګه میشت سوري ګډوال اوسیږي. دا کسان یواځې د تیرو څو میاشتو راهیسې نه بلکې د څه باندې لسو کلونو راهیسې اوسیږي.

د سټار ورځپاڼې « تاریخي بری : ترکیې په ۱۳۲ هیوادونو کې دویم مقام ترلاسه کړ» د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د نړۍوال نوښت په شاخص کې چې ۱۳۲ هیوادونه پکې سیالۍ کې ۴۱م مقام ته لوړ شو. د ویلو ده چې ترکیه پدې شاخص کې په یو ځل د څو پوړولو په لوړیدو سره په نړۍ کې تر ټولو ستر ټوپ وهونکی دویم هیواد مقام خپل کړ.

د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکیې د بورسا ولایت  د ترکي نړۍ کولتوري پلازمینې په توګه وټاکل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بورسا ولایت ښاروال د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزیر محمد نوري ایرسوی او اوزبیکستان د کولتور وزیر ازادبیک نظربیکوف په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د اوزبیکستان د هیوا ولایت د ښاروال تیمور دولتوف نه د ترکي نړۍ د کولتوري پلازمینې عنوان تسلیم شو.

د حریت ورځپاڼې « د ترویا موزیم د اروپا ځانګړې جایزه وګټله » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترویا موزیم چې په ۲۰۲۰ کال کې د اروپا د کال د موزیم د ځانګړي ستاینې جایزې ترلاسه کړې وه داځل يي د اروپا د موزیمونو مهمه جایزه د اروپا د موزیم اکاډمۍ ځانګړې جایزه ترلاسه کړه.

د ترویا موزیم د ترکیې لومړنی موزیم دی چې  د اروپا د موزیمونو دا سترې جایزې ترلاسه کوي.



اړوند خبرونه