د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/7720/5e13/2a3d/5dc266a138427.jpg?time=1718564362)
د خبرترک ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان مهمې څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې د غونډې نه وروسته ډیرې مهمې څرګندونې وکړې. ولسمشر اردوغان په هیواد کې اقتصادي ودې ته په اشارې سره وویل چې د ترکیې اقتصاد پرته د ځنډه وده او پرمختګ کړی دی. ولسمشر اردوغان وویل چې تیر کال د دولت په خزانه کې د بهرنیو اثارو ذخیره ۹۳ عشاریه ۳ میلیارده ډالره وه او سږ کال دا رقم د اګست د ۲۷ مې نیټې پورې ۱۱۸ میلیاردو ډالرو ته لوړ شوی دی.
د حریت ورځپاڼې « د کورنیو چارو وزارت مرستیال د افغان کډوالو د څپې په اړه مهمې څرګندونې وکړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کورنیو چارو وزارت مرستیال او ویاند اسماعیل چتاقلي تیره ورځ په خبري غونډه کې د افغانستان نه ترکیې ته د راغلو ناقانونه افغان کډوالو شمیره اعلان کړه. هغه وویل چې د تیرو کلونو په پرتله او په افغانستان کې وروستیو تحولاتو ته په کتو سره ترکیې ته د ناقانونه افغان کډوالو په راتګ کې تر اوسه پورې جدي ډیروالی ندی راغلی . همداشان د ترکیې پولو پر لورې د کډوالو سترې څپې او یا ډله ډله کډوال ترکیې پر لورې راتیریدو په څیر کومه خبره شتون نلري. ترکیې پدې اړه ډیر قوي او جدي تدابیر نیولي دي.
د سټار ورځپاڼې « د ترکیې نه اسپانیا ته صادراتو ریکارډ جوړ کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د په روان میلادي کال د اګست په میاشت کې اسپانیا ته په ترسره کړو صادراتو کې ریکارډ جوړ کړ. د اګست په میاشت کې اسپانیا ته د تیر کال همدې میاشتې په پرتله د صاراتو کچه ۴۵ عشاریه ۷ سلنې په لوړیدو سره ۸۰۷عشاریه ۱ میلیونه ډالرو ته رسیدلي دي.
د وطن ورځپاڼې « ترکش ایرلاینز په اروپا کې تر ټولو زیات الوتنې ترسره کوونکی دویم شرکت وټاکل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپا د هوايي سیروسفر د امنیت تشکیلاتو ایروکنټرول د اګست د ۳۰ او سپټمبر د پنځمې نیټو د شمیرو له مخې ترکش ایرلانیز په ورځ کې په اوسط ډول د ۱۲۹۷ پروازونو په ترسره کولو سره تر ټولو زیات الوتنې ترسره کوونکي دویم شرکت په توګه وټاکل شو.
د صباح ورځپاڼې « بوراق یلمز په فرانسه کې د میاشتې تر ټولو د ښه لوبغاړي په توګه وټاکل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ملي فوټبالر بوراق یلمز په فرانسه کې د هرې ورځې په تیریدو سره خپل محبوبیت او شهرت ډیروي. ۳۶ کلن بوراق یلمز چې د فرانسې د لیلي په لوبډله کې لوبه کوي د میاشتې تر ټولو د غوره لوبغاړي په توګه وټاکل شو.