د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/7720/5e13/2a3d/5dc266a138427.jpg?time=1718988378)
د صباح ورځپاڼې « ملي دفاع وزارت : د جنوري د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره ۱۸۶۵ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د یوې میاشتې په دننه کې د ترهګرو پر خلاف ۲۲ عملیاته ترسره کړي دي. د ۲۰۱۵ کال د جولای د ۲۴ مې نیټې نه تر ننه پورې جمعآ ۱۸۴۵۵ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي. همداشان د روان کال د پيل راهیسې ۱۸۶۵ تنه ترهګرو له منځه وړل شوي دي.
د حریت ورځپاڼې « سږ کال ۱۴۳ تنه ترهګر امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د روان کال د پيل راهیسې ۱۴۳ تنه ترهګرو د قناعت ورکولو له لارې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي. همداشان تیره ورځ هم یو تن ترهګرو د پې کاکا ترهګري سازمان نه د راتښتیدو نه وورسته امنیتی ځواکونو ته تسلیم کړ.
د سټار ورځپاڼې « ترکیې په تیرو ۸ میاشتو کې ګاونډیو ۱۲ عشاریه ۵ میلیاردو ډالرو صادرت کړی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د روان کال د جنوري او اګست میاشتو ترمنځه خپل ګاونډیو هیوادونو بلغاریا، ایران، عراق ، سوریې او یونان ته د صادراتو کچه د تیر کال همدې میاشتو په پرتله ۳۴ عشاریه ۵ سلنه د ودې سره ۱۲ عشاریه ۵ میلیاردو ډالر ته رسیدلي دي.
د خبرترک ورځپاڼې « د فلش په نامه ترکي فلم په امریکا کې مهمه جایزه ترلاسه کړه
د سرلیک لاندې لیکلي دي د درویش ضایم لخوا جوړ شوی د فلش په نامه فلم د امریکا متحده اایالتونو د نیویارک په ښار کې جوړ شوي د نیویارک اندیپندینت سینما په فیستیوال کې تر ټولو د ښه بهرني فلم جایزه ترلاسه کړه.
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې د والیبال نارینه ملي لوبډلې خپله دریمه لوبه هم وګټله » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د والیبال نارینه ملي لوبډلې د اروپا د اتلولیو د سیالیو په ترڅ کې خپله دریمه د شمالي مقدونیا لوبډلې ته ۳ د صفر ماتې ورکړه.
د ترکیې ملي لوبډلې تر اوسه پورې درې لوبې کړي چې ټولې ګټلي دي .