د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1698256
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا د  مالازګیرت د ستر بري په اړه تاریخي څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د مالازګیرټ د ستر بري د ۹۵۰ کلیزې د لمانځنې په موخه په جوړ شوو مراسمو کې وویل چې " د سترې او پیاوړې یو ترکیې په لاره کې خنډ رامنځته کولو ته به په هیڅډول اجازه ورنکړو."

د حریت ورځپاڼې « د ترکیې د دفاع وزیر د افغانستان نه د ترکي ځواکونو او وګړو د تخلیې د عملیاتو په اړه معلومات ورکړل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي  دفاع وزیر خلوصي اکار پرون د افغانستان نه د ترکي ځواکونو او وګړو د تخلیې د پروګرام په اړه معلومات ورکړل. هغه وویل چې ترکي ځواکونو په افغانستان کې خپل ماموریت په ډیر بریالیتوب سره د سرته رسولو نه وروسته خپل هیواد ته راستنیدو پیل وکړ. د ترکي ځواکونو لومړنۍ ډله پرون پلازمینې انقرې ته راورسیدل.

د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیې د کابل پروني  بریدونه په کلکو ټکو وغندل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې په ډیرې خواشینۍ سره مو تیره ورځ د افغانستان د پلازمینې کابل د هوايي ډګر په مخکې د ګڼ شمیر ترهګرو بریدونو په اړه چې په نتیجه کې په لسګونو تنو بې ګناه انسانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خبرترلاسه کړ.

ترکیه دا منفور او وحشیانه برید په ډیره کلکه توګه غندي‌ او ددې پيښې قربانیانو ته د الله د دربار څخه د رحمت مغرت او کورنیو او خپلوانو ته د صبر جمیل او ټپیان د عاجلې شفاء غوښتنه کوو.

د وطن ورځپاڼې « د ترکیې وسله وال پوځ  لا پسې پیاوړی کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي  دي، د ترکیې د بایکار شرکت لخوا جوړ شوي  بیرقدار اقنجي تعرضي بې پیلوټه الوتکې د وروستیو ازمایښتونو نه وروسته د اګست په ۲۹ مه نیټه د ترکیې وسله والو ځواکونو ته په رسمي  توګه سپارل کیږي.

د بایکار شرکت د بیرقدار اقنجي تعرضي بې پیلوټه الوتکې د ویدیو په خپرولو سره ویلي دي چې دا الوتکې به د اګست په ۲۹ نیټه د هیواد وسله والو ځواکونو ته وسپارو.

د سټار ورځپاڼې « د انګلستان د صادراتو وزیر : د ترکیې سره باید  خپل طاقت یو ځای کړو » د سرلیک لاندې لیکلي  دي، د انګلستان د صادراتو وزیر ګراهام ستوارت وویل چې ترکیه یو ډیر مهم او پیاوړی قوت دی او په نړۍ کې په یو ډیر پرمختللي  هیواد د بدلیدو تکنالوژۍ خاوند دی. د همدې امله مونږ باید د ترکیې سره خپل قوت یو ځای کړو او په ګډه کار وکړو.



اړوند خبرونه