د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د حریت ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا پرون چیرته وو او نن ورځ چیرته یو ؟ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د خپل ټویټر د پاڼې له لارې په خپور کړي یو ګرافیک کې د خپلې واکمنۍ په دوره کې په ترکیه کې د اقتصاد نه نیولې تر چاپیریال او ښارجوړونې ، د انرژۍ نه تر کرنۍ ، د کولتور نه تر ګرځندویه، د بهرنیو چارو نه نیولې تر دفاعي صنایع او د صنایع او تکنالوژي پورې پدې برخو کې پرمختګ او ودې ارقام خپاره کړي دي. ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي که چیرې مونږ د خپلې واکمنۍ پر مهال خپلې لاسته راوړنې په هره پيمانه خلاصه کړو بیا هم بیان يي ډیر ګران دی. کیدای شي چې ددې خبرې بیان ساعتونه او حتا ورځې ونیسي.
د وطن ورځپاڼې «د افغانستان نه د تخلیه شوو ترکي وګړو شمیره معلومه شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د افغانستان نه د تخلیه شوو ترکي وګړو د شمیرې په اړه وویل چې " تر ننه پورې ۱۴۰۴ تنه تخلیه کړي دي چې ددوې د جمع نه ۱۰۶۱ تنه يي د ترکي وګړي او نور يي د نورو هیوادونو وګړي دي. همداشان ۲۰۰ نه ترکان د تخلیې لپاره منتظر دي چې هغوې به هم تخلیه کړو."
د ینې شفق ورځپاڼې « اوکراین د خپلواکۍ د لمانځنې په مراسمو کې د ترکیې ساخت بیرقدار ټي بي ۲ په وسلو سمبال ډرون الوتکې نندارې ته وړاندې کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اوکراین په پلازمینه کیف کې جوړو شوو د هیواد د خپلواکۍ د ۳۰ کلیزې په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې د اوکراین لخوا د ترکیې نه پیردول شوي بیرقدار ټي بي ۲ په وسلو سمبال ډرون الوتکې نندارې ته وړاندې کړې.
د خبرترک ورځپاڼې « ترکیه په ساختماني چارو کې د هیواد نه بهر په دریم مقام کې ځای لري» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ساختماني چارو د نړۍوالې مجلې انجینیرینګ نیوز ریکارډ د ساختماني چارو په برخه کې د نړۍ پرمختللو هیوادونو لست خپور کړ. دا لست چې د هیواد نه بهر د هیوادونو د کلني فعالیتونو او عوایدو له مخې جوړ شوی دی پکې چین هیواد نه بهر د ۷۸ شرکتونو سره په لومړي ، امریکا بیا د ۴۱ شرکتونو سره په دویم او ترکیې بیا د ۴۰ شرکتونو سره په دریم کتار کې ځای نیولی دی.
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې خپله پنځمه سیالي هم وګتله » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې د اروپا د اتلولیو د سیالیو په چوکاټ کې خپله پنځمه سیالي هم وګټله. ترکیې ملي لوبډلې تیره ورځ د هالنډ ملي لوبډلې ته ۳ د صفر پر وړاندې د ماتې په ورکولو سره خپله پنځه او په ډي ګروپ کې وروستۍ لوبه هم وګټله.