د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1693891
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د  حریت ورځپاڼې  «‌ د ولسمشر اردوغان لخوا د طالبانو سره د لیدنې په اړه پیغام » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  تیره شپه د څو تلویزیونو سره په ګډه مرکه کې د افغانستان د وروستیو تحولاتو او وضعیت په اړه پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې د یو څه مودې راهیسې زمونږ اړوندې ادارې د طالبانو سره د تماس په حال کې دي. حتا کیدای شي‌ چې شخصآ زه پخپله د طآلبانو د مشرتابه سره وګورم.

د افغان ملت د رفاح ، هوساینې سولې او امنیت او ترکیې  د منافعو د په نظر کې نیولو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو یو.

همداشان پدې وروستیو کې د طالبانو د مشرانو د معتدلو څرګندونو او پيغامونو نه هر کلی کوو.

د وطن ورځپاڼې « دفاع وزیر : په افغانستان کې د ترکي‌ ځواکونو د امنیت په خاطر مو هر ډول تدابیر نیولي‌ دي‌» د سرلیک لانددې لیکلي‌ دي ، د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر د افغانستان د وروستیو پرمختګونو په اړه وویل چې ، په افغانستان کې مو د ترکي‌ ځواکونو د امنیت په خاطر هر ډول لازم تدابیرو نیولي‌ او تدابیرو نیولو ته دوام ورکوو. په هیڅډول به د ترکي‌ ځواکونو ژوند د خطر سره مخامخ نکړو.

د سټار ورځپاڼې «‌ ترکیې د افغانستان نه د خپلو وګړو د تخلیې په خاطر پوځي‌ الوتکه ولیږله» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د طالبانو لخوا د کابل د نیولو نه وروسته  یو زیات شمیر ترکي‌ وګړو چې ترکیې ته د راستنیدو په خاطر وړاندیز کړی وو ددوې د تخلیې په خاطر پوځي‌ الوتکه افغانستان ته واستول شوه. تیره ورځ څه باندې ۲۰۰ تنه ترکان پدې پوځي‌ الوتکه کې بل هیواد ته انتقال او وروسته په ملکي‌ الوتکه کې ترکیې ته راانتقال کړی شول.

د ینې شفق ورځپاڼې «‌ لیبیا میدان وډبو: د ترکیې سره تړون نه ماتو » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د لیبیا د ولسمشرۍ د عالي‌ شورا رئيس خالد المشیري  د ترکیې او لیبیا ترمنځه  لاسلیک شوي‌ تړون  د لغوه کولو د مکررو غوښتنو په ځواب کې ډیر سخت غبرګون وښود  او وویل چې  د لیبیا او ترکیې ترمنځه د لاسلیک شوي تړون غوښتنې په کلکه توګه ردو او غندو.

دا تړون به هیڅکله هم لغوه نکړو.

د صباح ورځپاڼې « د جرمني‌ او روس ګرځندویانو ترجیح ترکیه » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د جرمني‌ او روسیې ګرځندویان غواړي‌ چې منی هم په ترکیه کې تیر کړي. د سپټمبر د میاشتې لپاره  د ترکیې د هوټلونه ۸۰ سلنه  وار د مخه ریزرف شوي‌ دي. تمه کیږي‌ چې دا طلب د اکتوبر د میاشتې لپاره هم دوام وکړي.



اړوند خبرونه