د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان د دفاعي صنایع د نړۍوال ننداراتون په پرانیستل وینا کې مهمې څرګندونې وکړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب اردوغان پرون په استانبول کې د ایدیف ۲۱ د دفاعي صنایع د ۱۵ م نړۍوال نندارتون د پرانیستو په مراسمو کې ډیرې مهمې څرګندونې وکړې . ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې هیڅکله د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې په نامه د خپلو پولو نه په زرګونو کیلومتره په لرې سیمو کې پر ملکي وګړو بمونه غورځولي ندي.انشاالله چې هیڅکله به داسې کوم ظلم ونکړو .
د حریت ورځپاڼې « د چاووش اوغلو لخوا د افغانستان په اړه څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو په اړه په څرګندونو کې وویل چې د تیرو ۲ ورځو راهیسې د طالبانو لخوا ورکړ شوي پیغامونه ډیر مثبت دي . هغه وویل چې مونږ په افغانستان د طالبانو په ګډون د ټولو خواوو سره مذاکراتو ته دوام ورکوو.
د سټار ورځپاڼې « د ترکیې نه پرته د بل هیڅ هیواد لپاره د ورور هیواد کلمه نه استفاده کوو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د سویلي قبرس د ملي مجلس رئیس تیره ورځ د ترکیې د ملي شورا رئیس سره په لیدنه کې وویل چې ، د کوریا په نني پرمختګ او وده کې د ترکي سرتیرو ونډو او برخه ډیره زیاته ده. هغه وویل چې سویلي کوریا د هیڅ هیواد لپاره د ورور کلمه نه کاروي پرته د ترکیې نه . یواځې ترکیې ته د ورور کلمه کاروي. دا پخپله زمونږ د قوي اړیکو ښکارندويي کوي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د پولنډ د دفاع وزیر : د ترکیې پیرودلي په وسلو سمبال ډرون الوتکې به په ۲۰۲۲ کال کې مونږ ته وسپارل شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د پولنډ د ملي دفاع وزیر ماریوش بلاژک د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د ترکیې د بایکار دفاعي صنایع شرکت رئیس هالوک بیرقدار سره لیدنه کړې ده او انشاالله چې دا شرکت به د ټي بي ۲ په وسلو سمبال ډرون الوتکې په ۲۰۲۲ کال کې پولنډ وسله والو ځواکونو ته وسپاري.
د خبرترک ورځپاڼې « په ۷ میاشتو کې ۱۶۲۵۰ ټنه د توربحیرې سالمون ډوله کبان صادر شوي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د ۲۰۲۱ کال په لومړنیو ۷ میاشتو کې ۱۶۲۵۰ ټنه د تورې بحیرې سالمون کبان نړۍ ته صادر شوی دي.