د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1692603
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

صباح ورځپاڼې « اردوغان : ترکیه د تولیداتو او صادراتو په برخه کې لوړې کچې ته رسیدلی» د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په پلازمینه انقره کې په خپله وینا کې وویل چې ، ترکیه په ځانګړې توګه د تولیداتو او صادراتو په برخه کې په نړۍواله کچه یوې لوړې نقطې ته رسیدلی دی.

ترکیې په ۲۰۲۱ کال لومړنۍ ربع کې ۷ سلنه اقتصادي‌ وده کړې او انشاالله چې په دویمه ربع کې به لا زیات اقتصادي‌ وده وکړي.

 

د حریت ورځپاڼې « د دفاع وزیر اکار په مشرۍ غونډه  » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي‌ اکار په مشرۍ تیره ورځ غونډه جوړه شوه چې پدې غونډه کې په افغانستان کې د ترکي‌ ځواکونو قومندانۍ هم د ویدیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ. پدې غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل شول چې په پلازمینه کابل کې د ترکیې د سفارت د پرسونل او نورو کارکوونکو امنیت زمونږ د چارو په لومړیتوب کې ځای لري. پدې اړه هر ډلو لازم تدابیر نیول شوي‌ دي.

وطن ورځپاڼې « چاووش اوغلو : د سوریې د مسئلې حل زمونږ د ټولو ګډ لومړیتوب دی» د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د اردن د الغد د ورځپاڼې ته یوه مقاله لیکل شوې ده چې ددې ورځپاڼې لخوا نشر شوې ده . دا مقاله د ترکیې او اردن اړیکې ترسرلیک لاندې خپره شوې ده .

په مقاله کې راغلي‌ دي‌ چې په سوریه کې د څه باندې لسو کلونو راهیسې د روانې کورنۍ جګړې له امله د سیاسي‌ او اقتصادي‌ پلوه تر ټولو ډیر ترکیه او اردن اغیزمن شوی دی. هغه ویلي‌ دي‌ چې همدا دوه هیوادونه د میلیونونو تنو سوري‌ کډوالو کوربه توب کوي . دا کډوال په ډیره خوندي‌ او رضاکارانه  او په ویاړ سره خپل هیواد ته د ستنولو مسئله د ترکیې او اردن د چارو په لومړیتوب کې قرار لري. مونږ غواړو چې په ګډه دې مسئلې ته حل لار پیدا کړو.

 

د خبرترک ورځپاڼې « د ابریل او جون د میاشتو ارقام اعلان شول » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د احصایې ادارې د روان کال د اپریل او جون د میاشتو ترمنځه د کاروبار ارقام اعلان کړل. په ترکیه کې د روان کال په دویمه ربع کې د لومړۍ ربع په پرتله د بې کارۍ کچه صفر عشاریه ۶ سلنې په راټیټیدو سره ۱۲ عشاریه ۴ سلنې ته راټیټه شوې ده . پدې موده کې د بې کارانو کچه ۳ میلیونه ۹۸۹ زره تنه کمه شوې ده .

د ینې شفق ورځپاڼې « انتالیا ولایت ته په ۱۵ ورځو کې یو میلیون تنه ګرځندویان راغلي‌ دي» د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د انتالیا ولایت ته د روان کال د پيل نه د اګست تر ۱۵ مې نیټې د هوايي لارو څخه ۴ میلیونه ۳۵۱ زره تنه سیلانیان راغلي‌ دي.

یواځې په تیرو ۱۵ ورځو کې څه باندې یو میلیون تنه سیلانیان انتالیا ته راغلي‌ دي. ویل کیږي‌ تر ټولو ډیر روس ګرځندویان راغلي‌ دي.

تر اوسه پورې څه باندې ۲ میلیونه تنه روس ګرځندویان ترکیې ته راغلي‌ دي.



اړوند خبرونه