د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې « د ترکېې لخوا د دفاع صنایع په برخه کې مهمه حمله » د ترکیې دفاعي صنایع د خپلو سترو بریالیتوبونو سره د ټولې نړۍ پام ځانته رااړولی دی. د ترکیې د زغروالو او محاربوي موټرو تولیدونکي شرکت نور اول میخانیک لخوا جوړ شوي ایژدر یالچین، یوروک، الګاز ۲ ، ایژدر کونتر او ایژدر توما د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو نه سپارښتنې ترلاسه کړي دي. دم ګړۍ دا موټرې د ترکیې سربیره په ۱۵ هیوادونو کې کارول کیږي.
دا شرکت په جاپان کې هم د زغروالو موټر په اړه د یو قرارداد په داوطلبۍ کې ګډون کړی دی چې د پنځو سترو شرکتونو سره یو ځای شارټ لست شوی دی.
د صباح ورځپاڼې « د اق سونګور ډرون الوتکې په هوا کې د ډیر زیات پاتې کیدو له پلوه ریکارډ جوړ کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اق سونګور ډرون الوتکه چې د ترکیې د هوايي او فضايي چارو د ادارې د انجینیرانو لخوا طرحه ، ډیزاین او جوړه شوې ده په هوا کې زر ساعته د پاتې کیدو سره ریکارډ جوړ کړ.
د ینې شفق ورځپاڼې « د بزنس اینسیډر لخوا د ترکیې د دفاع صنایع ستاینه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا متحده ایالتونو خبري ویبپاڼې بزنس اینسیډر لیکلي دي چې د ترکیې دفاعي صنایع سکتور په ډیره چټکه توګه د ودې سره تر ډیره حده په ځان بسیا شوې او خپلواکه شوې ده . یاد شوې خبري پاڼې په خپور کړي خبر کې د ترکیې د ډرون الوتکو او ټکنالوژۍ نه ددې ستر بري د چابي په توګه یادونه کړې ده .
په خبر کې راغلي دي چې د ډرون په سکتور کې د ترکیې لخوا د لومړي مقام د ترلاسه کولو په خاطر هلې ځلېدوام لري . کیدای شي چی دا یو ډیر اغیزمن پروګرام وي.
لاندې لیکلي دي، د ترکیې د مالاتیا ولایت ۱۱۵ هیوادونو ته ۸۷ زره ۱۲۱ تنه کښته صادره کړې ده .
د مالاتیا ولایت د سوداګریزو خونو د شمیرو له مخې ترکیې د ۲۰۲۰ کال د اګست د لومړۍ او تر ۲۰۲۱ میلادي کال د جولای د ۳۱ مو نیټو ترمنځه د ۲۹۱ میلیونو او ۷۴۹ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت کښته صادره کړې ده . پدې موده کې تر ټولو ډیره کښته امریکا متحده ایالتونو ته صادره شوې ده .
د حریت ورځپاڼې « د نړۍ نامتو موټرسایکل ځغلوونکی توپراق روګازلي اوغلو د چک جمهوریت په سیالۍ کې دویم مقام خپل کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ملي موټرسایکل ځغلوونکي توپراق روزګارلياوغلو د سوپر بایک د نړۍوالو اتلولیو د سیالیو په شپږم پړاو کې چې په چک جمهوریت کې جوړه شوې وه دویم مقام خپل کړ. هغه د نړۍ نامتو موټرسایکل ځغلوونکي انګلیس جانتان ریا سره د لمبر توپیر ۳ ته راټیټ کړ.