د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپانې « د ملي امنیت شورا په غونډه کې د اورلګیدونو پر خلاف په مبارزې ټینګار » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه وشوه. د غونډې نه وروسته په خپره شوې اعلامیه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوی دي چې په ترکیه کې د رامنخته د روانو اورلګیدونو پر خلاف په مبارزې باید بیا کتنه وشي او په اضافه تدابیرو باید خبرې وشي.
د حریت ورځپانې « شنتوپ : د افغان کډوالو مسئله تر ټولو ډیر په ایران او ترکیې منفي اغیزې کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ په پلازمینه تهران کې د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف سره په لیدنه کې د افغان کډوالو په مسئلې خبرې وکړې. هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې د افغان کډوالو څپه تر ټولو ډیر پر ایران او ترکیې منفي اغیزې کوي. په افغانستان کې د امنیت او استقرار د ټینګښت او کډوالۍ د څپې د مخنیوي په خاطر باید ترکیې او ایران ترمنځه همکاریو کچه لوړه کړی شي.
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې د ځايي او ملي موټرو د تولیدونکي شرکت لخوا د جرمني ګام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ځايي موټرو تولیدونکي شرکت یو تن جګپوړي چارواکي ګورجان قره قاش وویل چې د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې به د موټرو په نورمال تولیداتو پيل وکړو. هغه وویل چې لومړني تولیدات به پخپله د ترکیې بازارونو ته وړاندې کړي دي. وروسته به شاوخوا یو نیم کال بعد لومړی د جرمني او وروسته د اروپا نورو بازارونو ته په صادراتو پیل وکړي.
د سټار ورځپاڼې « د ترکش کارګو بل مهم بری » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د کارګو شرکت ترکش کارګو چې هوايي ټرانسپورت د نړۍوالې ټولنې د شمیرو له مخې د تیر کال د جون په میاشت کې په نړۍ کې په شپږم کتار کې ځای درلود د ۲۰۲۱ کال د جون په میاشت کې بیا د امریکا، اروپا او لرې ختیځ د هیوادونو نه مخکې شوی او دریم کتار کې ځای نیولی دی.