دترکیې د ننیو ورځپاڼو سرټکي‌

دترکیې د ننیو ورځپاڼو سرټکي‌

1685851
دترکیې د ننیو ورځپاڼو سرټکي‌

 

د حریت ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان د شمالي‌ قبرس په اړه اروپايي ټولنې پر خلاف سخت غبرګون وښود » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره شپه په یوې تلویزیوني‌ مرکه کې وویل چې  د سویس د جینیوا په ښار کې د شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت  ولسمشر ایرسین تاتار ډیر به وقاره چلند وکړ. هغه زمونږ پيغام اړوند مراجعو ته ورسو. زمونږ یواځنۍ غوښتنه د مساوي‌ حقونو نه برښمند دوه دولتونه دي. پدې اړه به نور هیچا ته هیڅډول امتیاز ورنکړ شي.

مونږ د ۵۰ کلونو نورو انتظار توان نلرو. څه چې کیږي‌ هغه دې وشي. ولسمشر اردوغان په اروپايي ټولنې د سختې نیوکې سره وویل ، کله چې د اروپايي ټولنې هیئت سویلي‌ قبرس ته راځي‌ ولې د شمالي‌ قبرس نه لیدنه نکوي. زه په هغوې غږ کوم چې تاسې څوک ډاروۍ؟

 

د سټار ورځپاڼې « د التون لخوا د امریکا پر خلاف سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون د امریکا د هغه څرګندونو پر خلاف چې ویلي‌ دي‌ چې د بعضو افغان کډوالو د کډوالۍ غوښتنلیګونه به د ترکیې په ګډون په بعضو دریم ګړو هیوادونو کې ومني‌ ډیر سخت غبرګون وښود. هغه وویل چې ترکیه د چا انتظار خونه نده او نه به هم کله وشي.

 

د ینې شفق ورخپاڼې « سلچوق بیرقدار: په لسو هیوادونو د ټي بي‌ ۲ بې پيلوته الوتکو د پلورولو په برخه کې تړون ته نږدې شوي‌ یو » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د ترکیې د بایکار تکنالوژۍ او بې پيلوته الوتکو شرکت ویلي‌ دي‌ چې دم ګړۍ مو په څلورو هیوادونو بې پيلوټه الوتکې پلورلي‌ دي او په لسو نورو هیوادونو د پلورولو په اړه د تړون د لاسلیکولو په درشل کې قرار لرو.

 

د صباح ورځپاڼې « د اوکراین لخوا د بیرقدار ټي بي‌ ۲ ستاینه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اوکراین دولتي‌ څیړنیز انیستیتیوت د ترکیې نه اخیستي‌ د بیرقدار ټي‌ بي ۲ بې پيلوټه الوتکې د الکټرونیک جګړې د شرایطو پر وړاندې  مقامت د ازمایښت نه تیرې کړي‌ دي. یاد شوي‌ انیستیتیوت د نوموړي‌ ازمایښت راپور خپور کړ. بیرقدار ټي بي ۲ ډرون الوتکې د مدرن الکټرونیک جګړې د خنډونو او اغیزو د ازمایښت نه تیرې کړي‌ دي. په الکټرونیک جګړه کې د بیرقدار ټي‌ بي‌ اغیزې او ظرفیت  فوق العاده  لوړې دي.

 

د خبرترک ورځپاڼې « د جواهراتو صادرات په ۷ میاشتو کې ۴۸ عشاریه ۵ سلنه ډیر شوي‌ » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، ترکیې د جواهرات صادرات د روان میلادي‌ کال په لومړنیو ۷ میاشتو کې د تیر کال همدې میاشتو په پرتله ۴۸ عشاریه ۵ سلنه ډیر لوړ شوي‌ دي او دوه میلیارده ۹۱۶ میلیونو ډالرو ته رسیدلي‌ دي.

پدې موده کې تر ټولو ډیر صادرات امریکا ته شوي‌ دي. امریکا ته ۴۵۴ عشاریه یو میلیون ډالرو جواهرات صادر شوي‌ دي.



اړوند خبرونه