د ترکېې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکېې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : هدف ۵۰۰ میلیونه ډالره » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د انګولا د ولسمشر سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی دی د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان خبري غونډې ته وویل چې دم ګړۍ د ترکیې او انګولا ترمنځه سوداګریز حجم ډیر ټیټ دی. ۱۷۶ میلیونه ډالره دی. د ترکيې او انګولا په څیر قوي هیوادونو ته دا رقم ډیر کم دی. په لومړي پړاو کې دا رقم ۵۰۰ میلیونو ډالرو ته د رسولو پریکړه وکړه.
د ینې شفق ورځپاڼې « د امریکا فاربس : ترکیه د په وسلو سمبال ډرون الوتکو د صادراتو په مرکز بدلیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په نړۍوالو رسنیو کې د ترکیې د په وسلو سمبال ډرون الوتکو او ډرون ټکنالوژۍ د بریالیتوب په اړه انعکاسات دوام لري. د امریکا د فاربس مجلې پدې اړه په خپور کړي خبر کې ویلي دي چې ترکیه د په وسلو سمبال ډرون الوتکو او ډرون ټکنالوژۍ په برخه کې د صادراتو په مرکز بدلیږي. ترکیه د ناټو سازمان او اروپايي ټولنې د غړیو ترمنځه هم د مشتریانو د موندولو او جذبولو هڅه کوي.
د وطن ورځپاڼې « ترکیې د ایران سره په پوله کې سمنټي دیوار د جوړولو چارې ګړندۍ کړي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د وان ولایت والي محمد امین بیلمز وویل چې د ایران له لورې د کډوالو د فشارونو د ډیریدو سره سم ترکیې د ایران سره په پوله کې د امنیت د تامین ، ناقانونه کډوالو او قاچاق د مخنیوي په خاطر د سمنټي دیوار د جوړولو چارې ګړندۍ کړي دي. ترکیه په پام کې لري چې د ایران سره په ۲۹۵ کیلومتره ګډه پوله کې سمنټي دیوار جوړ کړي. د نوموړي دیوار د چارو لویه برخه سرته رسیدلي دي.
د حریت ورځپاڼې « په نړۍ کې د خندا سمبول لومړنی ایموژي نندارې ته وړاندې کیږي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د سوریې سره په پوله کې د غازي انتب ولایت قارقامش په ولسوالۍ کې په لرغوني ښار کې ۴ کاله مخکې موندل شوی د اوبو بوتل چې د پاسه يي د خندا سمبول یا ایموژي رسمه ده نندارې ته وړاندې کیږي. د ویلو ده چې دا د اوبو بوتل ۳۷۰۰ کاله لرغونوالی لري. دا بوتل د ګازي انتب ولایت د لرغونو اثارو په موزیم کې نندارې ته وړاندې شوی دی. ددې بوتل نه په یوه میاشت کې څه باندې ۱۰ زرو تنو لیدنه کړې ده .
د صباح ورځپاڼې « انتالیا ولایت ته یواځې په ۹ ورځو کې څه باندې ۵۰۰ زره تنه ګرځندویان راغلي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انتالیا ولایت ته یواځې د جولای د ۱۷ او ۲۵ مو نیټو ترمنځه د روسیې نه ۲۰۰ زره ۳۵۶ تنه، د جرمني نه ۷۶ زره ۱۵۲ تنه ، د اوکراین نه ۶۸ زره ۶۶۳ تنه، د پولنډ نه ۲۸زره ۸۹۸ تنه، د قزاقستان نه ۱۵ زره ۹۱۷ تنو په ګډون د مختلفو هیوادونو نه ۵۶۲ زره او ۹۰۷ تنه ګرځندویان راغلي دي.