د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1680895
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د حریت ورځپاڼې « ترکیه نوو کډوالو ته پناه ورکولای نشي » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، ترکیې د اتریش د لومړي‌ وزیر سیباستین کروز د هغه څرګندونو په اړه چې ترکیه د افغان کډوالو لپاره تر ټولو مناسب ځای دی ډیر سخت غبرګون وښود.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند تانژو بیلګیچ د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې

"  د ناقانونه کډوالو مسئله چې نن ورځ د ټولې نړۍ ګډه مسئله ده او پر نړۍ جدي‌ اغیزې کړي‌ دي ، ددې ستونزې د حل په خاطر په ګډه د هلو ځلو او همکارۍ پر ځای ’ کډوال دې دلته نه راځي‌ او هلته دې لاړ شي‌  ‘ په څیر څرګندونې  او دریځ  هم  مغرزانه دی او هم يي هیچا ته ګټه نه رسیږي. ترکیه په سیمه کې د کډوالۍ د نوې څپې  د زغمولو توان نلري او داسې کوم مسئولیت به هم هیڅکله په غاړه وانخلي. مونږ په هره غونډه او پلاټ فورم کې دا خبره کړې او خپلو مخاطبینو ته مو رسولې ده. ترکیه د اروپايي ټولنې پوله ساتی  او یا د کډوالو کمپ‌ ندی."

ویاند ویلي دي چې اتریش مجبور دی چې  د نړۍوالو قوانینو او اروپايي ټولنې د مسئولیتونو سره سم افغان کډوالو ته پناه ورکړي.

د صباح ورځپاڼې « ترکیه د تونس د خلکو نه قوي‌ ملاتړ کوي‌ » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، نړۍواله ټولنه او په ځانګړې توګه هغه هیوادونه چې ځان په نړۍ کې د ډیموکراسۍ اصلي‌ مدافعین بولي‌ په تونس کې  پر ډیموکراسۍ د کودتا په اړه چپه خوله پاتې کیدو نه یو ځل بیا خپله دوه مخي‌ ټولې نړۍ ته ښکاره کړه. ترکیې په تونس کې د منتخب پارلمان د فسخه کولو د خبر د اخیستو په لومړنیو شیبو کې دا کودتا په کلکو ټکو وغندله او د تونس د خلکو نه خپل قوي ملاتړ اعلان کړ.

ینې شفق ورځپاڼې « د ټي‌ آر ټي‌ لخوا جوړ شوي‌ مستند ریکارډ جوړ کړ »‌د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ملي‌ راډیو تلویزیون ټي‌ آر ټي د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د تورتم ا و محرم شبکې  د ساختار او د جولای د ۱۵ مې د کودتا د بهیر په اړه د محرم په نامه یو مستند فلم جوړ کړی دی. پدې مستند فلم کې ددې تورتم شبکې په اړه ټول هغه رازونه چې تر ننه پورې پټ پاتې شوي‌ وو یو یو بیان شوي‌ دي. دا مستند فلم چې د لسو برخو نه جوړ دی د ټي آر ټي‌ یو تلویزیون لخوا خپور شو. ددې مستند فلم لومړنۍ برخه خپره شوه چې تر ټولو د زیات نندارې په برخه کې ریکارټ جوړ کړی دی. همداشان په یوتیوب کې د خپریدو نه وروسته هم په میلیونونو تنو لخوا ننداره شوی دی.

د خبرترک ورځپاڼې « پر اقتصاد باندې د اعتماد په تیرو ۹ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی دی » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، په ترکیه کې د جولای په میاشت کې د تولیداتو نه نیولی تر صادراتو، استخدام او پانګه والۍ پورې د هیواد پر اقتصاد باندې باور کچه د یو عشاریه ۸ سلنې په لوړیدو سره ۱۱۴ عشاریه ۹ ته لوه شوې ده . دا په تیرو ۹ کلونو کې تر ټولو لوړه کچه ده.

وطن ورځپاڼې « د صبیحه ګوکچن په هوايي دګر کې په دوو ورځو کې ستر ریکارډ » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د استانبول د د صبیحه ګوکچن هوايي ډګر یو نوی ریکارډ جوړ کړ. نوموړي‌ هوايي ډګر د جولای په ۲۴ مه نيټه د خالي‌ په ورځ ۱۰۶ زره ۴۶۳ تنو او د جولای په ۲۵ مه نيټه د یکشنبې پر ورځ بیا ۱۱۰ زره ۴۲۰ تنو مساپرو کوربه توب کړی دی. دې هوايي ډګر د ۲۰۲۱ کال تر ټولو ستر ریکارډ جوړ کړ.



اړوند خبرونه