د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1673921
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې " د ولسمشر اردوغان لخوا د سربرنیتسا د قتل عام پیغام ! اجازه به ورنکړو چې دا پیښه د چا هیره شي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په بوسنیا هیرزګوینا کې د سربرنیتسا د عام وژنې د ۲۶ م تلین  په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې د ویدیويي پیغام سره ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان پدې ویدیويي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي وو چې د سربرنیتسا عام وژنه د اروپا او بشریت په تاریخ پورې شوې تر ټولو ستره توره لکه ده. مونږ به هیڅکله هم اجازه ورنکړو چې دا پیښه د چا هیره شي .

د ینې شفق ورځپاڼې " ولسمشر اردوغان د شمالي قبرس د کولتور او سپورت د نړۍوال فیستیوال په چوکاټ کې د فوټبال په سیالۍ کې ګډون کوي " د سرلیک لاندې لیکلي  دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ، د قبرس د سولې عملیاتو د ۴۷ مې کلیزې د لمانځونو په چوکاټ کې د جولای د ۱۶ او ۱۹ مو نیټو ترمنځه په لاف کوشا کې د کولتور او سپورت د نړۍوال فیستیوال په چوکاټ کې په جوړیدونکې د فوټبال په سیالۍ کې ګډون وکړي. د فوټبال دا لوبډلې د فوټبال د پخوانیو لوبغاړو او وزیرانو نه جوړیږي چې ولسمشر اردوغان به هم پکې برخه واخلي. ولسمشر اردوغان به د سیالۍ د پیلولو نه مخکې نړۍ ته ډیر مهم پیغامونه ورکړي.

د خبرترک ورځپاڼې " د ترکیې  د دفاع وزیر لخوا د یونان د دفاع وزیر پر خلاف سخت غبرګون " د سرلیک لاندې لیکلي  دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د ترکیې په اړه د یونان د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

هغه په غبرګون کې وویل چې یونان تحریک امیزه اقداماتو، د حقوقو خپو لاندې کولو، په خپله د لاسلیک کړو تړونونو نه تیریو او ستونزمند دریځ او چلند ته دوام ورکوي.

د حریت ورځپاڼې "  د ترکیې د دولتي هوايي دګرونو ادارې په اروپا کې لومړی مقام خپل کړ " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې  ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو وویل چې د ترکیې د دولتي هوايي ډګرونو ادارې د هوايي ټرافیک د کنټرول مرکز د روان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې په اروپا کې د هوايي کنټرول په برخه کې لومړی مقام خپل کړی دی.

د یو زیات شمیر هیوادونو لا ستر ستر مرکزونو نه يي خپه اړولې ده .

د سټار ورځپاڼې " ترکیې سمندري محصولاتو د صادراتو په برخه کې ریکارډ جوړ کړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د ۲۰۲۰ کال د جنوري او جون د میاشتو ترمنځه د ۴۵۷ میلیونه او ۹۱۹ زره ډالرو په ارزښت سمندري محصولات صادر کړي  وو چې سږ کال بیا په همدې موده کې صادرات ۴۲ سلنه لوړ شوي  او ۶۴۹ میلیونو ډالرو ته اوښتي دي.



اړوند خبرونه