د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/d699/2be6/df67/5e7469b65cdd8.jpg?time=1718578057)
د خبرترک ورځپاڼې « اردوغان : د دفاعي صنایع په برخه کې پانګه اچونې ته به دوام ورکړو» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه د دفاعي صنایع په برخه کې په کامله توګه د ځان بسیاینې پورې به پدې برخه کې په پانګه اچونو ته دوام ورکړو. ترکیه باید د دفاعي صنایع په برخه کې د بهر نه خپلواکه کړو. ځکه چې مونږ پدې برخه کې ډیر زیات بدلونه پرې کړي دي. د دفاعي صنایع په برخه کې د ترکیې ظرفیت او توان ډیر لوړ شوی دی او انشاالله چې هیواد به ټاکلي هدف ته لا په چټکه توګه ورسو.
د ینې شفق ورځپاڼې « فواد اوکتای : اروپايي ټولنه د بشري او انساني بحرانونو پر مهال تل چپه خوله پاتې شوې ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای د اروپايي ټولنې د کمیسیون د مشرې د هغه څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي وو اروپايي ټولنه به په قبرس کې د دوو دولتونو د حل لارې په جهت کې هیڅ شی قبول نکړي وویل ، مونږ تر ننه پورې د بې عدالتۍ، د انساني او بشري بحرانونو، عدم مساواتو، مدیترانې او ایژې په سیمه کې د رامنځته شوو ډرامو او یو زیات شمیر نورو مسئلو په اړه هیڅکله ددوې د غوڅ دریځ شاهدي کړې نده.
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې اقنجي په وسلو سمبال تعرضي ډرون الوتکې ریکارډ جوړ کړ» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ځايي او ملي په وسلو سمبال تعرضي ډرون الوتکې یو تاریخي ریکارډ جوړ کړ. دا الوتکې د اوږدې مودې الوتنې او لوړې ارتفاع په ازمایښت کې ۳۸۰۳۹ فوټه یعنې ۱۱۵۹۴ مترو ارتفاع ته لوړه شوه.
دا لومړی ځل دی چې د ترکیې یوه ملي الوتکه پدې اندازه ارتفاع ته لوړیږي.
د صباح ورځپاڼې « ترکیه د اقتصادي همکاریو او پراختیا تشکیلاتو د غړیو هیوادونو په منځ کې تر ټولو په چټکه کې وده کوونکی هیواد دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر لطفي ایلوان د ترک انګلیس د سوداګرۍ د خونې د رئیس په کوربه توب په جوړه شوې غونډه کې د ویدیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ.
ایلوان وویل چې پډې غونډه کې مو د اقتصادي لید، اصلاحاتو پروګرام او په هیواد کې د سرمایه ګذارۍ په فرصتونو خبرې او تبادل د نظر وکړ.
هغه وویل چې ترکیه د اقتصادي همکاریو او پراختیايي تشکیلاتو د غړیو هیوادونو په منځ کې تر ټولو زیات وده کوونکی هیواد دی.
د سټار ورځپاڼې « ترکیه د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ نه مخکې دورې ته په ډیره چټکۍ سره د ګرځیدونکو ۴ هیوادونو نه یو دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا د ام پي مورګان بانک د یو راپور په خپرولو سره هغه هیوادونه چې د کرونا ویروس وبا ناروغۍ نه مخکې دورې ته په ډیره چټکۍ سره ستنیږي نومونه اعلان کړل.
په راپور کې راغلي دي چې ترکیه ، سینګاپور، هندوستان او برازیل هغه هیوادونه دي چې د اقتصادي پلوه به په ډیره چټکۍ سره ځان د کرونا ویروس نه مخکې دورې ته ستنیږي.