د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/d699/2be6/df67/5e7469b65cdd8.jpg?time=1719068412)
د صباح ورځپاڼې « اردوغان : د هیواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره صادرات د ۲۰۰ میلیاردو ډالرو نه واوښتل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل پداسې حال کې چې نړۍوال اقتصاد کوچنی شوی او د ستونزو سره مخامخ دی خو د ترکیې اقتصاد بیا د قوي بڼسټونو او سیستم له امله ۲۰۲۰ کال د ودې سره پایته ورسو. همداشان ترکیې اقتصاد ۲۰۲۱ کال هم د ودې سره پیل کړ. ترکیې د کال په لومړۍ ربع کې ۷ سلنه اقتصادي وده کړې ده . تمه کیږي چې د روان کال تر پایه د ترکیې صادرات د ۲۰۰ میلیاردو ډالرو نه واوړي. دا به د ترکیې په تاریخ کې لومړی ځل وي چې د ترکیې صادرات د ۲۰۰ میلیاردو ډالرو نه اوړي.
د حریت ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا پر هیوادوالو ته د واکسین بلنه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه د هغه هیوادونو په سر کې قرار لري چې د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ بهیر يي به ډیر بریالیتوب سره اداره او مدیریت کړی دی. پداسې حال کې چې د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې د کرونا ویروس ټسټ په پیسو ترسره کیږي خو په ترکیه کې په وړیا توګه ترسره کیږي. په همدې ډول د واکسین خدمات هم په وړیا توګه هیوادوالو ته ورکول کیږي. هغه په هیوادوالو غږ وکړ چې د ۱۸ کلونو نه د لوړ عمر لرونکی هر هیوادوال باید پدې برخه کې خپل مسئولیت پر ځای کړي او واکسین وکړي.
د خبرترک ورځپاڼې « د ترکیې ځايي او ملي واکسین د مني پورې چمتو کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د کرونا ویروس د نوي ډول کووید ۱۹ ضد واکسین د جوړولو چارې په چټکۍ او ډیره ښه توګه پر مخ روانې دي. د کووید ۱۹ ضد واکسین د دویم فاز چارو په چوکاټ کې په استانبول کې په رضاکاره هیوادوالو باندې تطبیق شو.
د ویلو ده چې د نړۍ تر ټولو په پرمختللي سیستم جوړ شوي ددې واکسین د لومړي فاز چارې په بریالیتوب سره سرته رسولې وې. دا واکسین به د مني د میاشتو پورې جوړ او په هیواد کې به يي پر تطبیق پيل وشي.
د سټار ورځپاڼې « تاتار: ترکیه د شمالي قبرس ترک جمهوریت نه پوره او قوي ملاتړ کوي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د شمالي قبرس ترک جمهوریت ولسمشر ایرسین تاتارت وویل چې د ترکیې جمهوریت سره په ګډه د جوړ شوي سیاست له امله شمالي قبرس ترک جمهوریت دم ګړۍ په قبرس کې د یو جلا او خپلواکه دولت خاوند دی. هغه وویل چې په قبرس کې د فدراسیون باب تړل شوی دی. پدې برخه کې د ترکیې د پوره ملاتړ نه برښمند یو.
هغه وویل چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پدې برخه کې تل زمونږ نه پوره ملاتړ کړی دی او ملاتړ ته دوام ورکوي.
د ینې شفق ورځپاڼې « اوکراین : پداسې حال کې چې هیچا پر مونږ وسله نه پلورله ترکیې زمونږ مرستې ته ودنګل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وویل چې اوکراین د دفاعي صنایع په برخه کې رامنځته شوې جدي تشه د ترکیې په ګډون د څو هیوادونو د ګډې مرستې او ملاتړ سره حل او ډکه کړه.
د ویلو ده چې یو څه موده مخکې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي ویلي وو چې د ترکیې نه مو د بیرقدار ټي بي ۲ په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکې پیرودلې دي چې په نږدې راتلوونکې کې به دا الوتکې ترکیې ته وسپارل شي.
هغه وویل چې ددې الوتکو د کارولو په خاطر مو خپل پرسونل ترکیې ته استولی دی اوپه نږدې راتلوونکې کې به يي روزنه پایته ورسیږي.