د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1668535
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د ینې شفق ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا د ښځو د حقونو په مسئله کې پیغام » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د استانبول د تړون نه د ترکیې د وتو په اړه وویل " ترکیې د ښځو پر وړاندې د شدت پر خلاف مبارزه د استانبول د تړون سره نده پيل کړې او ددې تړون نه د ترکیې د وتو سره به دا مبارزه او مجادله پایته ونه رسیږي.

لکه څرنګه چې مو پرون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي‌ او شدت پر خلاف او د هغوې د حقونو په اړه مبارزه کوله نن به يي هم کوو او سبا به يي‌ هم وکړو. زمونږ دا مبارزه به لا په قوي‌ توګه دوام وکړي."

د حریت ورځپاڼې « چاووش اوغلو : هغه ذهنیتونه چې د قبرس ترکانو ته د لږه کیو په سترګه ګوري‌ مونږ هم هغوې نه پیژنو » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې سویلي‌ قبرس اداره شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت او د قبرس ترکانو ته د لږه کیو په سترګه ګوري‌  او دا ډول چلند کوي. د همدې امله دا ډول ذهنیتونه زمونږ لپاره هم د ذره په اندازه اهمیت او قیمت نلري او مونږ يي‌ هم په هیڅ شمیرو.

چاووش اوغلو وویل چې د سویلي‌ روم اداره نن ورځ هم د ملګروملتونو د امنیت شورا د هغه زړه پریکړو چې اعتبار نیټه يي هم ختمه شوې ده تر شا پټیږي‌ او حل پر ځای لا ینحلۍ ته ترجیح ورکوي‌ . د سویلي‌ قبرس دا ډول چلند او کړنې زمونږ لپاره د منلو وړ ندي.

د خبرترک ورځپاڼې « التون : په هر فرصت کې به حقایق بیان کړو » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند فخرالدین التون  د جون په ۲۴ مه نیټه په لاس انجلس او استانبول ښارونو کې په هممهاله توګه د شهید شوو ډیپلوماټانو په اړه جوړو شوو نندارتونونو پرانیست وینا د یوتیوب کانال لخوا د نشر نه ویستل شوې ده . التون د یوتیوب کانال ددې پریکړې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. التون د یوتیوب پر خلاف په  غبرګون کې وویل که خوشحالیږۍ او که خفه کیږۍ  مونږ په هر فرصت کې د حقایقو بیانولو ته دوام ورکوو. ترهګري‌ دین، عقیده، ژبه، مذهب او قوم نلري. هغه وویل چې مونږ یو ځل بیا پدې خبره ډیر ښه پوه شو لکه د نورو برخو په څیر د رسنیو په برخه کې هم ځايي‌ او ملي‌ پلاټ فورمونو او ټولنیزو رسنیو شبکو ته اړتیا لرو.

د صباح ورځپاڼې « توریزم سکتور د جرمني‌ نه د دوه نیم نه تر ۳ میلیونو تنو پورې د سیلانیانو د راتګ تمه لري‌ » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، په ترکیه کې د ګرځندوی سکتور مسئولینو ویلي‌ دي‌ چې په جرمني‌ کې ترکیې ته د سیاحت طلب او غوښتنې د اسپانیا، ایټالیا او یونان په څیر د هیوادونو نه ډیر زیات دی. که چیرې کوم مشکل پیدا نشي د دوه نیم نه تر ۳ میلیونو تنو پورې سیلانیان به ترکیې ته راشي. جرمني‌ په اروپا کې د مشر هیواد ارزښت لري. المانان بیا د رخصتۍ د تیرولو لپاره تر ټولو زیات ترکیې ته ترجیح ورکوي.

د سټار ورځپاڼې « د جرمني‌ لخوا د ترکیې تصمیم » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، جرمني‌ د نوي‌ ډول کرونا ویروس د تدابیر په چوکاټ کې ترکیه د خطرنه د ډکو هیوادونو د لست نه وویست. د جرمني‌ د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس وویل چې په یو هیواد کې چې مثبت پرمختګونه رامنځته کیږي‌ په هغه هیواد ته په سیاحت بندیز لګول معنا او بې ځایه خبره ده.



اړوند خبرونه