د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې « نورمال ژوند ته د ستنیدو په برخه کې نوې دوره پيل شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې لګول شوي ټول بندیزونه پایته ورسیدل. په ترکیه کې د خالي او یکشنبې پر ورځو او هره شپه د شپې د لسو بجو نه د سهار تر ۵ بجو پورې بندیز هم پایته ورسید. ددې سربیره د ښارونو ترڅنګ په تګ راتګ لګلیدلی بندیز او ټول تړل شوي مغازې، هوټلونه او رستورانتونه پرانیستل شو. کنسرتونه ، مسابقې ، ودونه او هر څه د پخوا په څیر پیل شول.
د ینې شفق ورځپاڼې « د کانال استانبول په اړه جدي لیوالتیا » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د خپل روس سیال سرګي لاوروف سره لیدنه وکړه. چاووش اوغلو د خپل روس سیال سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې د تنګي ګانو په اړه د مونترو د تړون په اړه چې په ۱۹۳۶ میلادي کال کې لاسلیک شوی دی او کانال استانبول په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل «د کانال استانبول په اړه مو د غوڅو ګامونو په اوچتولو پيل وکړ. د نړۍوالو شرکتونو لخوا د کانال استانبول په اړه جدي لیوالتیا شتون لري. ددې پروژې سره به د مونترو په تړون کې هیڅډول بدلون رانشي.
د سټار ورځپاڼې « د ناټو په تطبیقاتو کې د ترکیې د په وسلو سمبال ډرون الوتکو ستره لاسته راوړنه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اوکراین او امریکا متحده ایالتونو په ګډون په توره بحیره کې پیل شوي ګډ پوځي تطبیقات دوام لري.
پدې سترو پوځي تطبیقاتو کې د ترکیې ساخت په وسلو سمبال بې پيلوته الوتکو بیرقدار ټي بي ۲ الوتکو هم ګډون کړی وو.
دا تطبیقات چې د جون په ۲۸ مه نیټه پيل شوي دي د ناټو غړیو څه باندې ۳۰ هیوادونو پکې ګډون کړی دی.
د خبرترک ورځپاڼې « د جون په میاشت کې بهرني تجارت په برخه کې صادراتو ریکارډ جوړ کړی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سوداګرۍ وزیر محمد موش وویل چې د راتلوونکې جمعې په ورځ د جون د میاشتې د بهرني سوداګرۍ د صاراتو ارقام خپرېږي. تمه کوو چې په صادراتو کې ریکارډ جوړ شوی وي. هغه وویل چې د روان میلادي کال تر پایته به د ترکیې صادرات د منځ مهال هدف ته ځان ورسوي. همداشان تمه کوو چې زمونږ صادرات ۲۰۰ میلیاردو ډالرو ته لوړ شي.
د حریت ورځپاڼې « د ترکیې د باسکتبال الف ملي لوبډله نیمه پایلوبو ته لار وموندله » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د باسکتبال الف ملي لوبډلې د فیبا اولمپیاتو د غوراوي په سیالیو کې چې په کاناډا کې جوړ شوي دي په بي ډله کې خپل دویمه لوبه د چک جمهوریت نه وګټله. د چک جمهوریت ته ۸۷ د ۷۰ په مقابل کې ماتې ورکړه.