د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/d699/2be6/df67/5e7469b65cdd8.jpg?time=1718792832)
د خبرترک ورځپاڼې « د اروپا د بیارغونې او پراختیايي بانک د ترکیې لپاره ۵ عشاریه ۵ سلنه اقتصادي ودې اټکل کړی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپا د بیارغونې او پراختیايي بانک د ترکیې لپاره سږ کال ۵ عشاریه ۵ سلنه اقتصادي ودې اټکل کړی دی. د ویلو ده چې نوموړي بانک د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په میاشت کې د ترکیې لپاره ۵ سلنه اقتصادي ودې اټکل کړی وو چې اوس يي دا رقم نور هم لوړ کړ. د نوموړي بانک لخوا په خپور شوي راپور کې ویل شوي دي چې په ۲۰۲۱ کال کې به د ترکیې صادرات هم ډیره زیاته وده وکړي.
د وطن ورځپاڼې « نړۍ د ترکیې په وسلو سمبال ډرون الوتکو د رانیولو هڅه کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په نړۍ کې د ترکیې د په وسلو سمبال ډرون الوتکو شهرت د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ډیریدو ده. د پولند نه وروسته دا ځل البانیا د ترکیې د ډرون الوتکو د رانیولو په خاطر وړاندیز کړی دی.
د البانیا پارلمان د ترکیې نه د ۸ په وسلو سمبال ډرون الوتکو د رانیولو په خاطر بودیجه تصویب کړه.پارلمان د الوتکو لپاره ۸ میلیونه اضافه بودیجه هم تصویب کړه.
د ینې شفق ورځپاڼې « د اروپا په رسنیو کې د ترکش ایرلاینز ستاینه او تقدیر » د سرلیک لاندې لیکلي دي، پداسې حال کې چې د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ له امله د هوايي ټرانسپورت سکتور ډیره لویه ضربه لیدلې ده خو د ترکیې ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاینز پدې موده کې هم ودې ته دوام ورکړی دی. ترکش ایرلاینز د ډیر قوي لاسته راوړنو سره د ټولو پام ځانته اړولی دی. د جرمني او فرانسې رسنیو ویلي دي چې ترکش ایرلاینز د پراخې وبا ناروغۍ سره سره په ډیر قوي توګه پرمختګ او ودې ته دوام ورکوي. نوموړي شرکت د فولادي تدابیرو سره ډیره ښه لاسته راوړنه کړې ده .
د یاد شوي شرکت د مسافرینو کچه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو ده.
د سټار ورځپاڼې « د ترکېې او سوډان ترمنځه مهمه همکاري » د سرلیک لاندې لیکلي دي،
ترکیې د سوډان سره د کرنۍ په برخه کې د همکارۍ مهم تړون لاسلیک کړ.
ددې تړون له مخې ترکیه به سوډان سره د نمونه يي باغونو، کرنیزو تخمونو، کرنیزو تحقیقاتو، زراعتي ناروغیو، د تولیداتو د کچې لوړولو او روزنې په برخو کې همکاري وکړي.
همداشان ترکیې سوداګر به په سوډان کې د کرنیزو فعالیتونو سربیره د دواړو هیوادونو ترمنځه تخنیکي فعالیتونو په برخه کې اړیکې جوړې کړي.
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې د باسکتبال الف ملي لوبډلې خپله لومړنۍ سیالۍ د یوروګوای نه وګټله » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د باسکتبال الف نارینو ملي لوبډلې په کاناډا کې د فیبا اولمپیاتو د غوراوي سیالیو په ترڅ کې خپل لومړنۍ لوبه د یوروګوای سره وکړه. ترکیې ملي لوبډلې د یوروګوای ملي لوبډلې ته ۹۵ د ۸۶ په مقابل کې ماتې ورکړه او خپل لومړنۍ لوبه يي وګټله.
ترکیه به دویمه لوبه د چک جمهوریت سره وکړي.