د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/d699/2be6/df67/5e7469b65cdd8.jpg?time=1719115929)
د خبرترک ورځپاڼې « اردوغان : دجیتل بڼسټونه به لا پرمختللي کړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ په پلازمینه انقره کې د ترکسات په مرکز کې د ترکسات پنځه سپوږمه کۍ د فعالولو په مراسمو کې وینا وکړه.
ولسمشر اردوغان وویل چې مونږ د دجیتل نړۍ امکانات د نړۍ د ډیرو پرمختللو هیوادونو نه مخکې د خپل ملت خدمت ته په وړاندې کولو بریالي شوي یو. په ځانګړې توګه د صنایع نه نیولې تر تجارته پورې او عامه خدماتو نه نیولې تر پوځنې او روغتیا پورې په یو زیات شمیر برخو کې دجیتل بڼسټونه جوړ کړي دي.
همداشان ددې بڼسټونو د پرمختیا لپاره پوره اراده او قوي عزم لرو.
د حریت ورځپاڼې « ترکیه به په اقتصادي برخه کې د نړۍ په ځلیدونکي ستوري بدل شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ایجزاجي باشي د شرکتونو رئیس بولنت ایجزاجي باشي وویل چې ترکیې د ۲۰۱۰ کال د لومړنی نیمايي په نړۍ کې په اقتصادی برخه کې د ځلیدونکي ستوري عنوان ترلاسه کړی وو. نن ورځ هم کولای شي چې د عینې کړنو سره یو ځل بیا د نړۍ د ځلیدونکي ستوري عنوان ترلاسه کړي. هغه وویل لکه څرنګه چې مونږ په ماضي کې پدې بریالي شوي یو نن ورځ هم کیدای شي چې بریالي شو.
د وطن ورځپاڼې « د روسیې لخوا په بودروم کې ۸۳ میلیونه ډالره پانګه اچونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، روسیې د ترکیې د موغلا ولایت د بودروم په ولسوالۍ چې د توریزم د جنت په توګه یادیږي د ۸۳ میلیونو ډالرو پانګه اچونې پریکړه وکړه. د ترکیې او روسیې د سوداګرو د شورا رئیس احمد پالان کویف وویل چې د روسیې پانګه والو د ترکیې د موغلا ولایت د بودروم په ولسوالۍ کې د سپورت او تفریحي پارکونو په برخه کې ۸۳ میلیونو ډالرو پانګه اچونه کړې ده .
د ینې شفق ورځپاڼې « د ایزمیر د کرنۍ په نندارتون کې د څه باندې ۸۰ هیوادونو نه ۷۷۴ مشهورو برانډونو ګډون کړی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپا په کچه د کرنۍ او مالدارۍ په برخه کې تر ټولو د سترو څلورو نندارتونونو نه یو د ایزمیر ولایت د کرنۍ او مالدارۍ په نندارتون کې چې د جون په ۲۳ مه نیټه پيل او په ۲۷ مه نيټه پایته ورسید ترکي شرکتونو د څه باندې ۹۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.
پدې نندارتون کې چې د څه باندې ۸۰ هیوادونو نه تر سلو ډیرو بهرنیو په ګډون ۷۷۴ مشهورو برانډونو ګډون کړی وو. پدې شرکتونو کې د فرانسې، روسیې ، هندوستان او قطر د هیوادونو نه یو زیات شمیر شرکتونو ګډون کړی وو.
د سټار ورځپاڼې « د استانبول هوايي ډګر یو ځل بیا ریکارډ جوړ کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د استانبول هوايي ډګر د تیرو څو میاشتو راهیسې په اروپا کې تر ټولو زیات د الوتنو د کوربه توب له امله ریکارډونه جوړوي. د استانبول هوايي ډګر د جون په ۲۵ - ۲۶ او ۲۷ مو نیټو د څه باندې ۱۰۰ زرو تنو مساپرو کوربه توب کړی دی.