د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/05c1/58c0/233a/59d484f486e1c.jpg?time=1719054681)
د حریت ورځپاڼې « د ملګرو ملتونو لخوا د ترکیې سره د مرستې غږ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ملګروملتونو سازمان د کډوالو عالي کمشنر انتونیو ویتورینو په نړۍوالې ټولنې د ترکیې په څیر د هیوادونو سره چې په نړۍ کې تر ټولو زیات د کډوالو کوربه توب کوي د مرستو غږ وکړ. هغه وویل چې نړۍ باید د ترکیې په څیر د هیوادونو سره مسئولیت وویشي.\
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې نه لیبیا سره د سوداګریز حجم د لوړولو په اړه مهم ګام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کرانفیل شرکتونو ټولنې د لیبیا سره د دوه اړخیزه سوداګرۍ د حجم د لوړولو په موخه د نن نه په اعتبار سره سوداګریز سفرونه پيل شول. ویل کیږي دا سفرونه به ددینه وروسته په منظم ډول ترسره شي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د دوو هیوادونو نه ۸ میلیونه ګرځندویان راځي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې لخوا ترکیې ته پر الوتنو د لګول شوو محدودیتونو د لرې کولو نه وروسته په ترکیه کې د ګرځندوی سکتور ډیر زیات په حرکت راغلی دی. د ویلو ده چې ترکیې هوايي ټرافیک کچه ۴۵ سلنه لوړ شوی دی. په ترکیه کې د روس ګرځندویانو لخوا په هوټلونو کې ریزرویشنونه د پام وړ لوړ شوي دي. تمه کیږي چې سږ کال د روسیې نه ترکیې ته د ۴ نه تر ۵ میلیونو تنو پورې او د جرمني نه د درې میلیونو تنو پورې ګرځندویان راشي.
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې د سن ایکسپرس هوايي شرکت د انتالیا او ازمیز ولایتونو نه جینیوا ښار ته مخامخ الوتنې پيل کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکش ایرلانیز او لوفتانزا د هوايي شرکتونو لخوا په ګډه جوړ شوي د سن ایکسپرس هوايي شرکت د جون د ۲۷ مې نیټې نه په اعتبار سره د انتالیا او ایزمیر ولایتونو نه د سویس د جینیوا ښار ته په مستقیمو الوتنو پيل کوي.\
د سټار ورځپاڼې « ګریزو ۲۶۳ فضايي ډلې په امریکا کې د سپوږمه کیو په سیالیو کې مهمه لاسته راوړنه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د زونګولداک ولایت د بولنت ایجیویت د پوهنتون د انجینیرۍ د پوهنخي د محصلینو نه جوړ د ګریزو ۲۶۳ فضايي ډلې په امریکا متحده ایالتونو کې د سپوږمه کیو په اړه په جوړې شوې سیالۍ کې څلورم مقام خپل کړ.
پدې سیالۍ کې د نړۍ یو زیات شمیر هیوادونو ګډون کړی وو.