د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/7720/5e13/2a3d/5dc266a138427.jpg?time=1719130099)
د سټار ورځپاڼې « اوکتای : مجبور یو چې په ګډه کار وکړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای وویل چې په شمالي قبرس ترک جمهوریت کې د روانو پروژو سره به ترکیه خپلې مرستې جاري وساتي. شمالي قبرس ترک جمهوریت په خپلو خپو د درولو او په یو ځان بسیا هیواد باندې د بدلولو په خاطر باید په ګډه کار وکړو.
د حریت ورځپاڼې « د افغانستان په اړه د ترکیې د دفاع وزیر څرګندونې » سر لیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار پرون وویل چې د افغانستان د پلازمینې کابل د هوايي ډګر د فعاله ساتلو او امنیت د مسئولیت د په غاړه اخیستو په مسئله کې د امریکا متحده ایالتونو سره مذاکراتو ته دوام ورکوو. دم ګړۍ ترکیه په افغانستان کې وسله وال ځواکونه لري خو نور ځواکونه به په هیڅډول ونه لیږو. زمونږ یواځنی هدف د خپل افغان ورورنو سره د سولې او امنیت د ټینګښت په برخه کې مرسته کول دي.
د وطن ورځپاڼې « د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې د واکسین په برخه کې نوې مرحلې ته داخل شوي یو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا تیره ورځ د ترکیې د علمي شورا د غونډې نه وروسته د نوي ډول کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په اړه معلومات ورکړل. هغه وویل چې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په برخه کې د واکسین په مسئله کې نوي مرحلې ته داخل شوي یو. هغه وویل چې د ۱۸ کلونو د عمر نه لوړ عمر لرونکي هر سړی کولای شي چې د واکسین لپاره وخت واخلي او لاړ شي واکسین وکړي.
همداشان هغه زیاته کړه چې په ترکیه کې د کرونا ویروس کووید ۱۹ د هنډوستان د بڼه په ۱۳۴ تنو کې تثبیت شوې ده .
د صباح ورځپاڼې « د انرژۍ وزیر : د جمعې په ورځ به رسمآ پرانیستل شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې سبا جمعه به د هتای په ولایت کې د دورټ یول په ولسوالۍ کې د ایرطغرل غازي د ګازو ډیپو او تصفیې کارخانه رسمآ پرانیزو.
د خبرترک ورځپاڼې « د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزیر : د پنځه جي سیستم او ټکنالوژۍ په برخه کې مو یو ډیر مهم پرمختګ کړی » دسرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو وویل چې د ځايي او ملي پنځه جي سیستم له لارې د لومړي ځل لپاره غږیز ارتباط ټینګ کړ او خبرې وکړې. هغه وویل چې د پنځه جي سیستم په برخه کې ډیر مهم ګام اوچت شوی دی.